د لاس رسي وړ اتصالات

البانیا: ایران په موږ سایبري برید کړی؛ امریکا: عواقب به یې وویني 


د البانیا صدراعظم
د البانیا صدراعظم

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت په البانیا باندې د ایران له لوري سایبري برید په کلکه غندلی دی او ویلي دي چې ایران به د دغه برید عواقب وویني.

د البانیا حکومت د چهارشنبې په ورځ سپتمبر اومه (وږې۱۶) اعلان وکړ چې ایران پرې سایبري‌ برید کړی او له تهران سره یې خپل ټول دپلوماتیک روابط شلولي دي.

د البانیا صدراعظم ایدي راما په یوې اعلامیې کې ایران تورن کړ چې د سږ کال په اوړي کې یې د البانیا په ضد لوی سایبري بریدونه پیل کړي‌ دي.‌

نوموړي ویلي‌ دي: «د وزیرانو شورا له ایران سره د دپلوماتیکو اړیکو د پریکون پرېکړه وکړه چې سمدستي به عملي کېږي.»

د البانیا صدراعظم وویل چې ایران د جولاۍ په ۱۵ بریدونه کړي‌ چې د «البانیا عامه خدمتونه یې فلج کړي او د حکومت له سیستمونو څخه یې معلومات او اطلاعات غلا کړي‌ دي.»

د امریکا حکومت دا برید غندلی دی او ویلي دي چې ایران به په دې اړه له عواقبو سره مخامخ شي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاندې ادریین واتسن وویل: «متحده ایالتونه د ناټو په غړې البانیا باندې د ایران سایبري برید په کلکه غندي.»

میرمن واتسن وویل چې امریکا به نور اقدامات هم کوي چې «له ایران سره د امریکا د یو ایتلافي د امنیت د ګواښولو په اړه حساب او کتاب» وشي.

د البانیا او ایران ترمنځ روابط ښه نه دي. البانیا له څو کلونو راهېسې د ایران د «مجاهدین خلق» ډلې ته په خپلې خاورې کې ځای ورکړې ده او دا ایرانیان په تبعید کې ژوند کوي.

ایران په رسمي ډول د البانیا د دغې پرېکړې او امریکا د غبرګون په اړه څه نه دي ‌ویلي.

دا راپور د فرانسې د خبري‌اژانس د معلوماتو په اساس لیکل شوی.

XS
SM
MD
LG