د متحده ایالاتو سترې محکمې پنجشنبه جون ۲۵ د ټرمپ ادارې ته اجازه ورکړه چې د هایټي او سوریې د اتباعو د موقتي خوندیتوب وضعیت چې هغوي ته د جګړې او طبیعي آفتونو څخه د تیښتې په خاطر ورکړل شوی و، لغوه کړي.
پدې پریکړې سره ښایي سلګونه زره نور کډوال چې د عینې برخلیک سره مخ دي، د متحده ایالاتو څخه د ایستل کیدو خطر سره مخ شي.
دې پریکړې ته ۶ موافقې او ۳ مخالفې رایې ورکړل شوې او پدې سره د متحده ایالاتو د ټیټو محکمو لخوا صادر شوي حکمونه لغوه کیږي او د کورني امنیت وزارت ته اجازه ورکول کیږي چې د هایتي او سوریې اتباعو لپاره د موقت حفاظت وضعیت (Temporary Protected Status) پای ته ورسیږي.
د سترې محکمې د دې پریکړې له کبله ښایي په متحده ایالاتو کې د یو شمیر افغان کډوالو په ګډون نږدې ۱.۷ میلیونه کډوال چې په امریکا کې د موقتي پاتې کیدو اسناد لري او ۱۷ هیوادونو وګړي دي، د احتمالي ایستل کیدو خطر سره مخ شي.
د متحده ایالاتو عدلیې وزارت وروسته تر هغه سترې محکمې کې د استنیاف غوښتنه وکړله چې ټیټو محکمو د هایټي نږدې ۳۵۰ زرو او د سوریې شاوخوا ۶ زرو اتباعو لپاره د دې پروګرام تطبیق کیدل وځنډول.
د متحده ایالاتو د کورنیو چارو وزارت د یو شمیر افغان کډوالو لپاره هم تیر کال د موقت حفاظت وضعیت پای ته ورساوه او نږدې ۹ زره افغان کډوال یې چې په امریکا کې د پاتې کیدو لپاره دغه اسناد لري، د ایستل کیدو د خطر سره مخ کړل.
د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت د دې پریکړې پر وخت ویلي و چې په افغانستان کې وضعیت په کافي اندازه ښه شوی او د دغه پروګرام ختمول تضمین کوي.
د سپینې ماڼۍ جګپوړي سلاکار سټینف میلر د پنجشنبې په ورځ وویل چې هایټي نور خوندي دی او زیاته یې کړه چې د سترې محکمې دا پریکړه د کډوالو په برخې کې د ټرمپ حکومت هلو ځلو ته لا قوت ورکوي.
" که تاسو نور د دې هېواد قانونی حیثیت ونلرئ، نو باید د قانون له مخې وشړل شئ. په ځانګړی ډول د هایتیانو په قضیه کې، د بایډن ادارې ګڼ شمېر غیرقانونی د هایټی کډوال متحده ایالاتو ته راوړل. دقیق شمېر معلومول ګران دي، خو کېدای شی له یو میلیون څخه زیات خلک وي؛ په دوي کې هغه کسان نه دي شامل چې د امریکا متحده ایالاتو ته د سرحد له لارې راغلي. دا خلک یوازې څو میاشتې دلته دي، مرستې تر لاسه کوي،." خپلې ټولې اړیکې او ټولنیزې ارتباطات له لاسه ورکوي او ټوله کورنۍ یې په هایټي کې ده."
د ستري محکمي دا پریکړه د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د حکومت لپاره یوه بله مهمه بریا ده.
فورم \ دبحث خونه