د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سترې محکمې د زېږون پر بنسټ د تابعیت حق تایید کړ

د امریکا د متحده ایالتونو سترې محکمې د دې هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه اجرائیوي فرمان رد کړ چې د زیږون پر بنسټ یې د تابعیت حق محدوداوه، او هغه پخوانی اصل یې تایید کړ چې د اساسي قانون له مخې، هغه ماشومان چې د امریکا په خاوره کې زېږېږي، د دې هېواد وګړي یا اتباع دي.

د سه شنبې په پرېکړه کې، د سترې محکمې قاضیانو اعلان وکړ هر هغه څوک چې په متحده ایالتونو کې وزېږېږي، له خورا محدودو او استثنایي مواردو پرته، د دې هېواد وګړی ګڼل کېږي.

د ولسمشر ټرمپ لخوا لګول شوي محدودیتونه تر دې وړاندې هم د څو ابتدایه محکمو لخوا ځنډول شوي وو او د متحده ایالتونو په هېڅ برخه کې نه وو پلي شوي.

د زېږون پر بنسټ د تابعیت حق پورې اړوند اجرایوي فرمان د ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې په لومړۍ ورځ لاسلیک شو او دا د کډوالۍ پر وړاندې د اقداماتو د سختولو لپاره د هغه د ادارې د پراخ سیاست یوه برخه ګڼل کېږي.

ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې «تروت سوشل» کې ولیکل: "سترې محکمې د زېږون پر بنسټ د تابعیت حق تایید کړ چې دا زموږ د هېواد لپاره ښه خبر نه دی. مګر اوس چې داسې پرېکړه شوې، موږ کولای شو په کانګرس کې د قانون په تصویبولو او د ولسمشر په ملاتړ، دا موضوع په اسانۍ سره اصلاح کړو. نور د اساسي قانون اوږدې او پېچلې تعدیل ته اړتیا نشته. کانګرس باید له نن څخه د زېږون پر بنسټ د تابعیت حق د پای ته رسولو لپاره کار پیل کړي، ځکه دا زموږ د هېواد لپاره ګران بیه او ناعادلانه ده. هغوی به زما له بشپړ او هراړخیز ملاتړ څخه برخمن وي."

د ولسمشر ټرمپ اجرایوي فرمان د پلي کېدو په صورت کې، د اساسي قانون په څوارلسمه تعدیل پاڼه کې درج شوی هغه اصل لغوه کیده چې له مخې یې ټول هغه کسان چې د متحده ایالتونو په خاوره کې زېږېږي، د دې هېواد وګړي پېژندل کېږي. د دې اصل یوازینۍ استثناوې د بهرنیو ډیپلوماتانو اولادونه او هغه ماشومان دي چې د کوم بهرني هېواد د اشغالګرو ځواکونو له غړو څخه زېږېدلي وي.

ابتدایه محاکمو په څو جلا پرېکړو کې، د ولسمشر اجرایوي فرمان غیرقانوني وباله. محاکمو په ۱۸۹۸ کال کې په "وانګ کیم ارک" قضیه کې د سترې محکمې په تاریخي پرېکړې استناد وکړ؛ هغه پرېکړه چې له مخې یې، هغه ماشوم چې په متحده ایالتونو کې له چینایي مور او پلار څخه زېږېدلی و، د امریکا وګړی وپېژندل شو.

د ټرمپ ادارې استدلال کړی و چې د تابعیت د حق په اړه عامه اخیستنه ناسمه ده او ادعا یې کوله هغه ماشومان چې له غیرامریکايي (بهرنیو) مور او پلار څخه زېږېږي، "د متحده ایالاتو تر واک او صلاحیت لاندې" نه راځي؛ له همدې امله، د امریکا د تابعیت ترلاسه کولو حق هم نه لري.

د کډوالۍ پالیسۍ موسسې او د پنسلوانیا ایالتي پوهنتون د نفوسو څېړنیزې موسسې د ګډې څېړنې له مخې، که دا اجرایوي فرمان عملي شوی وای، نو په متحده ایالاتو کې به په کلنۍ توګه تر ۲۵۰ زرو ډېر نوي زېږېدلي ماشومان له دې امله اغېزمن شوي وای.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG