د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ستره محکمه د مسلمانانو د څارنې قضیه څیړي


دریو مسلمانانو په محکمې کې د فدرالي تحقیقاتو په ادارې دعوا کړې چې د مسلمانانو د جاسوسۍ لپاره یې مخبر ټاکلی و.
دریو مسلمانانو په محکمې کې د فدرالي تحقیقاتو په ادارې دعوا کړې چې د مسلمانانو د جاسوسۍ لپاره یې مخبر ټاکلی و.

ټاکل شوې د متحده ایالاتو په سترې محکمې کې د دوشنبې په ورځ نومبر ۸ (لړم ۱۷) پدې بحث وشي چې آیا د امریکا حکومت د کالفورنیا ایالت په جوماتونو کې د مسلمانانو د څارنې په هکله د معلوماتو نه ورکولو لپاره د "دولتي محرمیاتو" د خوندیتوب غوښتنه کولی شي که نه.

دا جنجال تقریباً لس کاله کیږي چې دریو مسلمانانو پیل کړی. دغو مسلمانو د امریکا د فدرالي تحقیقاتو په ادارې (ایف بي آی) په محکمې کې دعوا کړې وه چې ګواکې دې ادارې په پټه یو مخبر ګمارلی و چې د مسلمان کیدو ادعا یې کوله خو په حقیقت کې د مسلمانانو په اړه یې جاسوسي کوله.

سره لدې چې د امریکا په اساسي قانون کې د مذهب د آزادۍ ضمانت ورکړل شوی خو حکومت ادعا کوي چې پدې قضیه کې د معلوماتو د نه ورکولو څخه ډډه کولی شي.

حکومت وایي چې د بهرنيو استخباراتو د څار قانون او د دولتي محرمیاتو د امتیاز دفاعیه ورته دا صلاحیت ورکوي د هغو معلوماتو د ورکولو نه ډډه وکړي چې ملي امنیت ته خطر بلل کیږي.

خو دغه درې مسلمانان یاسر فزاګه، علي ملک او یاسر عبدالرحیم ټینګار کوي د څارنې قانون څخه ګټې اخیستو د هغوي مذهبي حقوق نقض کړي او حکومت ته یې دا اجازه ورکړې چې حساب کتاب ورسره ونشي.

د کالفورنیا په ایالت کې مسلمانان وایي چې د فدرالي تحقیقاتو د ادارې د دې مخبر په هکله یې وروسته تر هغه همدې ادارې ته معلومات ورکړل چې هغه د خلکو څخه "تشدد نه ډک جهاد" په هکله پوښتنې کول پیل کړلې.

د همدې ایالت د لاس انجلس په ښار کې د مسلمانانو یو مشر حسام ایلوش وایي چې د دې قضیې نتیجه به یوازې په مسلمانانو نه بلکې په ټولو امریکایانو اغیز وکړي.

هغه وایي: "آیا حکومت ستاسو جاسوسي یوازې پدې خاطر کولی شي چې تاسو څه ډول عبادت کول غوره کوئ؟"

XS
SM
MD
LG