د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ایران اوروسیه دې خپل اقدامات محدود کړي


د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ دسورېې ملاتړو ایران او روسېې ته د ادلېب د برید په اړه خبرداری ورکړ
د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ دسورېې ملاتړو ایران او روسېې ته د ادلېب د برید په اړه خبرداری ورکړ

ولسمشر ټرمپ وايي روسان او ا یرانیان به یوه ستره بشري اشتباه کوي چې په دې امکاني بشري غمیزه کې برخه اخلي.

روسېې نن دسه شنبې په ورځ له ایران سره لاس یوکړ چی دسورېې له خوانه پر ادلېب باندی برید کې شریکه شي.

دکریملین ویاند دیمتری پاسکوف وویل ایدلېب د ترهگرۍ ځاله ده. دهغه ځای حالات هغو هڅو ته تاوان رسوی چی د سورېې د شخړې د حل په خاطریوې سیاسی لارې د پېدا کولو لپاره کېږي.

دوشنبی په ورځ دوخته ایران پر افراطیانو غږ وکړ چی له ادلیب نه ووزي. ایران په داسی حآل کې داخبرداری ورکړ چې له سورېې او روسېې سره ېې د خبرو لپاره ځان چمتو کاوه څو د یاغیانو د وروستي سنگر سره د مقابلی لارې چارې برابرې کړي.

ولسمشر دونالد ټرمپ ددوشنبی دورځې په ټویټ کې لیکلي "په دې برید کې په سوونو زره کسان وژل کېدلی شي؛ نو ددې غمیزې پېښیدو ته اجازه مه ورکوئ."

دایران د بهرنیو چارو وزیر د سورېې د بهرنیو چارو له وزیر ولید معلم سره چی دمسکوله سفرنه تازه رارسیدلی و په سوریه کې ملاقات وکړ. جواد ظریف بیا وروسته د سورېې له جمهوررئیس بشارالاسد سره هم ملاقات وکړ.

پردې سر بیره، ویل کېږی چی ایران نیت کړیدی په تهران کې د راتلونکې جمعی په ورځ د ترکېې او روسېې سره دسورېې په تازه حالاتو باندې یو درې اړخیز مجلس وکړي.

سوریه ادلېب
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00

دایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په تهران کې ددې درې اړخیزې غونډې په تړاو وویل: په هغه مجلس کې چې د جمعی په ورځ به په تهران کې وشی، د آستانې د توافقاتوسره سم به موږ به د سورېې په بیارغونه وغږیږو او همدارنگه چې ترهگرو او افراطي ډلو سره په سوریه کې څه ډول مقابله وکړو. په خاصه توگه د النصره له جبهی سره چې دادلیب په ایالت کې ده".

د سورېې د حکومت قواوی دا پلان لري چی پر ادلیب باندی او شاوخو اسیمو باندې چی د اسدله رژیم سره مقابله کوی، په څو پړاونو کې تهاجمي برید وکړی.

تراوسه پورې په لسهاو زره کسان له دغه ښارنه چی تقریبا درې ملیونه نفوس لري تښتیدلی دي.په دې جمله کې له نیمايی نه زیات داوږدې کورنۍ جگړی له ا مله بې ځایه شوی دی. ملگري ملتونه وايی دغه شخړه که پیل شیلږ تر لږ اته سوه زره کسان بې کوره کولی شی. ددغه ایالت شاوخو اته د متحدینو جنگیالی په غټ شمیر کې ځای په ځای کېږی.

د اسدله رژیم سره دایران اوروسېې حکومتونو او قواو تقریبا د کورنیوجگړو له پیل راهیسې مرسته وکړله او دارریم ېې بیرته په پښو ودراوه.

XS
SM
MD
LG