د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې پر هوایي اډې د امریکا د میزایل حملو په اړه غبرگونونه


روسیې د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د بېړنۍ غونډې جوړیدل غوښتي
روسیې د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د بېړنۍ غونډې جوړیدل غوښتي

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د سوریې پر یوې هوایي اډې د امریکا له حملې وروسته د جمعې په ورځ بېړنۍ غونډه وکړه. په غونډې کې د امریکا د متحده ایالاتو استازې نیکي هیلي وویل چې واشنگټن په سوریه کې "نورو اقداماتو" ته تیاری لري.

میرمن هیلي دا هم وویل چې "مونږ نورو اقداماتو ته تیار یو، خو هیله لرو چې دغو اقداماتو ته اړتیا نه وي".

د امریکا د دفاع وزارت د سوریې هغه هوایي اډه په کروز میزایلو ویشتلې چې ګمان کیږي د سوریې د ادلیب په ولایت کې په ملکي خلکو د کیمیاوي وسلو د برید لپاره کارول شوې وه.‌

دا پوځي اډه د حمص په ښار کې ده چې د سوریې د پوځ تر څنګ د روسیې ځواکونه هم پکې دیره دي.

روسیې او ایران ددې حملې په غندلو سره ویلي دي چې دا کار د ترهگرۍ ضد مبارزې هڅې پیچلې کوي.

روسیه چې د اسد د حکومت سره د هوایي او ځمکنیو قواو مرسته کوي د امریکا حمله یې غندلې او ویلي یې دي چې دا په "یو خپلواک هیواد باندې تیری دی" او زیاتوي چې دا کار د امریکا او روسیې ترمنځ د سوریې پر هوایي حریم باندې د پروازونو د امنیت غیر رسمي یاداشت له منځه وړي.

د ولادمیرپوتین ویاند ویلي دي چې دغه حمله به د امریکا او روسیې پر اړیکو سخت اثر وکړي او د ترهگرۍ پر ضد د نړیوال ایتلاف په رامنځ ته کیدو کې به خندونه رامنځ کړي.

په دې ترڅ کې روسیې د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د بېړنۍ غونډې جوړیدل غوښتي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دا لومړی ځل نه دی چې امریکا دا ډول بې غوره عمل کوي. په اعلامیه کې داغلي دي چې دا کار موجود مشکلات شدید کوي او نړیوال امنیت گواښوي.

د جمهور رئیس بشارالاسد دفتر هم دا حمله سخته غندلې او هغه یې یو " بی باکه سلوک او غیرمسوولانه" عمل گڼلی دی. د سوریې پوځ د امریکا د میزایلو دغه حمله د ترهگرۍ پر وړندې د سوریې د جگړې کمزوري کول گڼلي دي.

سعودي عربستان، ترکیې، بریتانیا، فرانسې، ایټالیا او اسرائیل د امریکا ددغه حملې ملاتړ کړی او د سوریې د خلکو پر وړاندې د اسد د رژیم د کیمیاوي گاز د حملې غبرگون گڼلی دی.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د برید نه وروسته ویلي چې د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد په "بې ګناه ملکي خلکو د کیمیاوي وسلو حمله وکړه او ما نن پوځ‌ ته اجازه ورکړله چې هغه اډه په نښه کړي چې ددې حملې لپاره ترې کار اخیستل شوی و.‌"

XS
SM
MD
LG