د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین پر سوریې د برید د ناوړو عواقبو خبرداری وکړی


په داسې حال کې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ په ژینو کې د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر جان کییري سره د ملاقات لپاره چمتوالي نیسي، د روسیې ولسمشر ویلادیمر پوتین پر سوریې باندې د نظامي حملې د ناوړو عواقبواو نتایجو په هکله خبرداری ورکړی دی.

جان کییري او سرګي لاوروف، دواړه کوښښ کوي چې د هغه خطر د محوه کولو په خاطر یوه لاره ولټوي چې د سوریې د رژیم د کیمیاوي وسلو د سلاکوټونو له امله راپیدا شوی دی.

د روسیې ولسمشر په دې اړه د امریکې د نیویارک ټایمز په ورځپاڼې کې په خپلې یوې مقالې کې لیکلي دي چې امریکا او نور هېوادونه باید د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب او مرسته د سوریې بحران حل کړي او په یو طرفه ډول دي پوځي اقدام ته لاس نه اچوي.

پوتین وایي که پر سوریې باندې د امریکا له خوا حمله وشي نو د نوموړي په وینا تشدد او د ترهګرۍ پیښې به زیاتې شي. دغه راز نوموړی زیاتوي چې هغو هلو ځلو ته به هم زیان ورسېږي چې د ایران داټمي پروګرام په اړه روانې دي او هم به داسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې پروسه ګډوډه سي.

پوتین خپله مخکینۍ خبره تکرار کړله او ویې ویل چې باور لري د سوریې حکومت نه بلکه مخالفانو داګسټ په ٢١نېټه د دمشق په یوې ناحیې کی پر ملکي وګړو باندې کییماوي وسلې استعمال کړي وې. پوتین تور ولګوی چې د رژیم مخالفانو غوښتل چې د د بهرنیوو د نظامي مداخلې لپاره لاره برابره کړي.

امریکا وایي چې اصلا د سوریې د رژیم ځواکونو د ملکيانو پر ضد زهرجن کیمیاوي ګاز استعمال کړی و.

د یادونې وړ ده چې جان کییري او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به د پنجشنبې په ورځ دهغه پلان د جزییاتو په هکله وغږیږي چې روسیې د سوریې د کیمیاوي وسلو د سلاکوټونو د محوه کولو لپاره امریکې ته وړاندي کړی دی. روسیه وایي چې سوریې موافقه کړې چې خپلې کیمیاوي وسلې دتباه کولو لپاره ملګرو ملتونو ته ورحواله کړي.

امریکایي ماموران وایي چې غواړي دا معلومه کړي چې ایا د روسیې پلان عملي بڼه غوره کولی شي او که نه. امریکایي چارواکي د سوریې د رژیم نه غواړي چې ژر تر ژره باید د خپل د کیمیاوي وسلو ټول سلاکوټونه ورته په ګوته کړي . خو هغوي دا خبره هم کوي چې دغه کار که څه هم ناممکن نه دی خو ډیر ګران او پیچلی به وي. جان کییري د پنجشنبې په ورځ د سوریې لپاره د عرب لیګ د استازي اخضر براهیمي سره هم ګوري.

د امریکې دبهرنیو چارو دوزارت ویاندې میرمن جین ساکي خبریالانو ته وویل چې امریکا اوس دې ته ګوري چې د سوریې پلان څومره جدي دی.،،د خبرو د پروسې په دی مرحلې کې زمونږ هدف دا دی چې وګورو چې د روسیې وړاندیز څومره جدي دی او څومره عملي بڼه لري. د عملي کولېد لاري یې کومې دي او څرنګه به وکولایی شو چې ددغو وسلو په اړه بشپړ معلومات راټول کړو او بیا یې تباه کړو. دا یوه داسي پروسه ده چې د دواړو خواو همکارۍ او ښه نیت ته آړتیا لري.،،


له بلي خوا د امنیت د شورا پنځه دایمي غړي، امریکا، چین، روسیه، بریتانیه او فرانسه پر یوې مسودې باندې په خبرو بوخت دي او کوښښ کوي چې د سوریې د بحران د حل لپاره موافقې ته سره ورسیږي، خو روسیه وایي چې د هر هغې پریکړې مخه به ونیسي چې هدف یې پر سوریې باندې د پوځي حملې لپاره د لارې پرانیستل وي.
XS
SM
MD
LG