د لاس رسي وړ اتصالات

آیا ناټو او امریکا به د چین د احتمالي برید مقابل کې د تایوان دفاع وکړي؟


د تایوان پر سر د متحده ایالاتو او چین جنجال نوی ندی خو د دواړو هیوادونو تر منځ دا جنجال وروسته تر هغه ډیر شو چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وویل د تایوان د دفاع سره د مرستې په خاطر یې موافقه کړې.

متحده ایالات تایوان خپل متحد خو چین یې د خپلې خاورې برخه بولي.

جو بایډن د سي ان ان تلویزیوني شبکې په یو بحث کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که چین په تایوان یرغل وکړي، آیا امریکا به یې دفاع ته ور ودانګي وویل، "هو، مونږ یې د کولو (دفاع) لپاره تعهد کړی."

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي بایډن په څرګندونو تند غبرګون ښودلی. دوزارت ویاند وانګ وین بن خبرداری ورکړی چې واشنګټن باید د تایوان په موضوع کې "په احتیاط عمل او خبرې وکړي. "

د تایوان د دفاع موضوع نن جمعه اکټوبر ۲۲ (تلې۳۰) په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې هم یاده شوه. د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آستن وویل چې پنټاګان د تایوان پوځ سره ملاتړ ته دوام ورکوي خو دا پوښتنه یې ځواب نکړه چې آیا د چین په مقابل کې به امریکایي ځواکونه د تایوان دفاع وکړي که نه.

ښاغلي آسټن وویل، "لکه په څو حکومتونو کې مو چې کړي، مونږ به د تایوان سره د هغو امکاناتو په برخې کې همکاري روانه وساتو چې د خپلې دفاع لپاره ورته اړتیا لري."

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر خبریالانو ته وویل چې واشنګټن د "یو چین" رسمي پالیسي ته متعهد دی. پدې پالیسي کې امریکا مني چې بیجنګ چین اداره کوي.
خو حتی دا رسمي پالیسي هم د تایوان سره د متحده ایالاتو د مرستو چې نظامي تجهیزات هم پکې شامل دي، مخه نشي نیولی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ هم د تایوان پر سر د چین او متحده ایالاتو د جنجال د کمیدو غوښتنه کړې. د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ناټو به د بیجنګ او واشنګټن په جنجال کې ورټیل وهل شي، ښاغلي سټولتنبرګ وویل، " زه فکر کوم څه چې مهم دي په سیمه کې د جنجال کمیدل دي. مونږ باید باید په سیمه کې کې ټول اختلافات په سیاسي او دیپلوماتیکي لارو چارو حل کړو."

ځیني پدې اند دي چې د نړۍ د دغو دوو تر ټولو د ستر اقتصاد لرونکو هیوادونو (امریکا او چین) تر منځ که توده جګړه کیږي، یوازینی دلیل به یې تایوان وي.

واشنګټن د تایوان سره نږدې اړیکې پالي خو چین یې بیا خپل یو ولایت بولي او کوښښ کوي د خپلې خاورې سره یې یو ځای کړي.

متحده ایالاتو لا هم تایوان د یو خپلواک هیواد په توګه په رسمیت ندی پیژندلی خو د کانګریس د حکم سره سم متحده ایالات باید تایوان ته د خپلې دفاع په خاطر وسلې ورکړي.

XS
SM
MD
LG