د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: پر طالبانو د وسلو پلورونکي نیول شوي


امریکا: پر طالبانو د وسلو پلورونکي نیول شوي
امریکا: پر طالبانو د وسلو پلورونکي نیول شوي

د امریکا دعدلیې وزارت وايي، د دوه امریکائې اتباعو په شمول یې په اوو تنو باندې تور لگولی دی چې کوښښ یې کاوه د ځمکې نه هوا ته توغندي او نورې وسلې په طالبانو باندې وپلوري او د مخدره موادو د بین المللی قاچاقبرانو د هغې ډلی سره ملگري دي چې له دغې افراطی ډلې سره مرسته کوي.

د عدلیې د وزارت ماموران وايي، په دوه امریکايي اتباعو باندې د توطئې کولو تور لگول شویدی. رسمي رپوټ وايي دغو دوه امریکایانو په طالبانو باندې توغندي او نوری وسلې خرڅې کړي چې یاغیان ددوی د مخدره موادو دقاچاق ساتنه وکړي. دوی تیره هفته په رومانیه کې نیول شوي او امریکا ته د را استولو انتظار کوي.

پنځه نور تورن کسان چې په بینن او دافریقا په نورو ملکونو کې ئې دمخدره موادو قاچاق کاوه او په لابیریا کې بندیان شوی وو او اوس دامریکا په زندان کې دی . دوی دتوطئی دتورونو سره مخ دي. په دغو تورونو کې دمخدره موادو قاچاق، په تروریزم کې مرسته کونه او د مخدره موادو په اړه نور تورونه هم پرې لگول شویدي.

دغه تورونه، ددوشنبی په ورځ په نیویارک کې وروسته له هغې نه برالا کړی شول چې دامریکا خفیه پولیسو ورسره دوسلو او مخدره موادو د معاملې په باره کې د تحقېقاتو لپاره خبرې کولې.

د امریکا څارنوال پرېت برارا وویل چې تورن کسان دې ته چمتو ول چې په ملیونو ډالره د مخدره موادو او وژونکېو وسلو په توگه هغو کسانو ته برابر کړي چې دوی فکر کاوه د طالبانو نمایندگان دي. هغه زېاته کړله چی دغه هڅې چې طالبانو ته پېسې او وسلی برابرې کړي، هغه تازه مثال دی چې دا نړۍ څومره په خطرناک ډول سره تړلې ده. ترهگران او دمخدره موادو قاچاقبران له بلې قارې نه سره تړاو پیدا کوي چې امریکا ته زیان ورسوي.

د امریکا د مخدره مواد و ضد چارو رئیسې مېشل لېونهارټ ووېل امریکا هغه نړیواله جنايي ډله له منځه وړې ده او له دې نه یې ایساره کړېده چې په ټنو کوکایین به یې انتقالول، دمخدره موادو په ملیونو ډالره به یې قانوني کول او له طالبانو سره به یې د وسلو تجارت کاوه چې د قانون حآکمېت ته تاوان ورسوی او امریکایان ووژني.

XS
SM
MD
LG