د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: په نوي حکومت کې د امریکا سره ښې اړیکې غواړو


سره لدې چې ویل کیده طالبان ښایي نن جمعه سپټمبر ۳ (وږي۱۳) نوی حکومت اعلان کړي خو دا ډله وایي چې د نوي حکومت د اعلان لپاره نیټه لا نده ټاکل شوې او "ډیر ژر" به اعلان شي.

د طالبانو د کلتوري کمیسیون یو جګپوړي غړي بلال کریمي امریکا غږ ته ویلي چې نوی حکومت د متحده ایالاتو او نړۍ سره د دوه اړخیز درناوي پر اساس د ملګرتیا اړیکې غواړي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د طالبانو راتلونکی نظام به نړیوالو ته د منلو وړ وي او که نه، ښاغلي کریمي وویل، " دا به ټول شموله، غښتلی مرکزي او ثبات لرونکی نظام یا حکومت وي. مونږ د ګڼ شمیر هیوادونو سره وار د مخه ښې اړیکې لرو او جنجال نه غواړو. "

مشروعیت او نړیواله پیژندنه

له طالبانو څخه د نړیوالو غوښتنه دا ده چې د مشروعیت او په رسمیت پیژندل کیدو لپاره باید په نوي حکومت کې د افغانستان ټولو قومونو ته ګډون ورکړل شي او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د میرمنو د حقونو درناوي وکړي.

د متحده ایالاتو په ګډون یو شمیر نړیوالو پور ورکوونکو افغانستان سره د مالي مرستو پروګرامونه ځنډولي او د مرستو پیل کول یې د طالبانو د نوي حکومت د بڼې پورې تړلي دي.

برتانیې هم ویلي چې طالبان پخپلو ژمنو کې مسؤل بولي او ټینګار یې کړی چې د خبرو پر ځای به د هغوي عمل ته ګوري. د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک باب نن جمعه په پاکستان کې ویلي چې په افغانستان کې تازه واقعیتونه څاري او نه غواړي چې د دې هیواد ټولنیز او اقتصادي جوړښتونه له منځه ولاړ شي.

هغه وویل، " زمونږ دریځ دا دی چې طالبان د حکومت په توګه په رسمیت نه پیژنو. خو دا مهم بولو چې د خبرو کولو وړتیا ولرو او د اړیکو نیولو مستقیمه لار ولرو. "

XS
SM
MD
LG