د لاس رسي وړ اتصالات

شنونکي د امریکا او طالبانو د اړیکو راتلونکی ارزوي


په روانه اونۍ کې په قطر کې د امریکايي استازو او طالبانو تر منځ د مخامخ لیدنو کتنو وروسته، سیاسي شنونکي وايي د دواړو خواوو تر منځ اړیکې به له اوسني حالت څخه ډېر بدلون و نه مومي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټامس ویست او ددغه هېواد د استخباراتو مرکزي ادارې (CIA) جګپوړو چارواکو د شنبې په ورځ په دوحه کې د طالبانو له استازو سره وکتل.

په امریکا کې خبري رسنیو وویل چې دا د جولای په میاشت کې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته، د امریکايي چارواکو او طالبانو تر منځ لومړنۍ مخامخ لیدنه کتنه وه.

په واشنګټن کې د ویلسن څیړنیز مرکز د جنوبي آسیا د چارو شنونکی مایکل کوګلمن د امریکا او طالبانو په اړیکو کې ستونزه القاعده او د ځینو نورو مسئلو په اړه د دریځونو اختلاف بولي.

کوګلمن امریکا غږ ته وویل: "امریکا د طالبانو په پالیسیو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو او ټولشموله حکومت په مسایلو خوشاله نه ده او کله چې خبره د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې شي، طالبان په دې اړه وړاندې شویو شرطونو ته پاملرنه نه کوي."

د امریکا متحدو ایالتونو ۲۱ کاله مخکې پر افغانستان پوځي یرغل وکړ. په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې تر تروریستي بریدونو وروسته، ددغه نظامي یرغل هدف دا وو چې په افغانستان کې د القاعده پټنځایونه له منځه یووړل شي او د طالبانو حکومت ړنګ شي. خو امریکا له ۲۰ کلنې جګړې وروسته، تېر کال له افغانستان څخه ووتله او اعلان یې وکړ چې خپل اهداف یې ترلاسه کړي دي.

د ښاغلي کوګلمن په اند، په افغانستان کې د امریکا د جګړې په لومړنیو کلونو کې په دغه هېواد کې د القاعده شبکې د ځپلو او له واک څخه د طالبانو د پرځولو په ګډون د ځینو هدفونو د تر لاسه کولو سره سره، د امریکا دغه تجربه تر ډېره بریده منفي وه.

هغه وویل: "ځکه دې هیواد ونکړای شول چې د یوې ثابتې ستراتیژۍ په جوړولو او د لاسته راوړنو په مرسته مېرمنو ته ښه فرصتونه او په افغانستان کې ډیره آزادي رامنځ ته کړي، دا موارد برعکس شول او په دې معني چې بالاخره طالبان واکمن شول."

د افغانستان د ملي امنیت د شورا پخوانی ویاند رحمت الله اندړ هم وایي چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې خپل هدف چې د القاعده له منځه وړل او له طالبانو سره د هغوی د اړیکو شلول وو، ترلاسه نکړ.

د دوحې په تړون کې له طالبانو غوښتل شوي چې له القاعدې او تورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي. خو ښاغلی اندړ وايي، دا کار نه دی شوی. هغه وايي، په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواري وژل کېدو وښودله چې طالبان لا تر اوسه له دغې ډلې سره اړیکي پالي.

نوموړی زیاتوي چې له افغانستان څخه د امریکا په وتلو سره، تیرې شل کلنې لاسته راوړنې هم د له منځه تلو په حال کې دي.

خو ولسمشر جو بایډن څو ځله ویلي دي چې متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل هدف چې د القاعده شبکې ماتول وو، ترلاسه کړی دی.

اوس که څه هم پخواني امریکایي پوځیان په افغانستان کې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه لري، خو بایډن وایي، هغوی به پرې نږدي چې ترهګر له افغانستان څخه امریکا او د امریکا متحدینو ته ګواښ پېښ کړي.

د امریکا د همدې هوډ په رڼا کې د افغانستان د چارو شنونکي د امریکا او طالبانو تر منځ اړیکو ته کتنه کوي.

د ترهګرۍ او توندلارۍ په وړاندې د مبارزې کارپوه اجمل سهیل وایي چې امریکا ونشوای کړی چې د افغانستان لپاره خپله لویه ستراتیژي بریالۍ کړي.

دغه شنونکی وایي، که څه هم امریکا نه غواړي چې افغانستان د روسیې او چین په یو سنګر بدل شي، خو د اوس لپاره افغانستان د متحدو ایالتونو لپاره په لومړیتوب کې ندی.

XS
SM
MD
LG