د یرغمل نیونې په چارو کې د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي دفترد طالبانو یوه پخواني قوماندان حاجي نجیبالله ته د ۴۲ کلونو بند د سزا هرکلی کړی او ویلي یې دي چې "یرغمل نیول د خبرو اترو لاره نه، بلکې یو جرم دی".
دي دفتر په یوې اعلامیې کې چې د اکس په ټولنیزې شبکې کې خپره شوه، لیکلي، " حاجي نجیبالله لپاره د بند حکم یو څرګند پیغام لېږي: هغه کسان چې امریکایان تښتوي، له ترهګرۍ ملاتړ کوي او کورنۍ ځوروي، که هر څومره وخت هم تېر شي، د خپلو کړنو له پایلو سره به مخامخ شي."
د امریکا د عدلیې وزارت پرون اعلان وکړ چې ۵۰ کلن حاجي نجیبالله، چې د طالبانو پخوانی قوماندان و، د یرغمل نیولو او د هغو ترهګریزو فعالیتونو لپاره د مادي ملاتړ په تور چې د خلکو د مړینې سبب شوی، په ۴۲ کاله بند او له خوشې کېدو وروسته په پنځه کلنه څارنه محکوم شوی دی.
د عدلیې وزارت ویلي چې نجیبالله د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ د میدان وردګ ولایت کې د طالب جنګیالیو قوماندان و. د امریکا د لویې څارنوالۍ مرستیال جان ایزنبرګ ویلي چې د ۲۰۰۸ کال د جون پر ۲۶مه د وردګ ولایت کې د هغه تر مشرۍ لاندې برید کې درې امریکايي سرتېري او د هغوی یو ژباړن وژل شوي وو.
د امریکا د لویې څارنوالۍ سرپرست ټاډ بلانچ ویلي، هغه کسان چې امریکایانو ته زیان رسوي او په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لري، تعقیبېږي او عدالت ته سپارل کېږي.
د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د نجیبالله پر ضد حکم د سېشنبې په ورځ د جون میاشتې په نهمه، د فدرالي قاضۍ کاترین پولک فیلا له خوا صادر شوی دی.
د اعلامیې له مخې، نجیبالله چې د نجیبالله نعیم، ابو طیب، عتیقالله او نثاراحمد محمد په مستعارو نومونو هم پېژندل کېږي، د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو پر مهال په افغانستان او پاکستان کې د یوه امریکايي خبریال او د دوو افغان وګړو په یرغمل کولو کې لاس درلود.
د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې نجیبالله د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر ۲۵مه د برمته کولو او د هغو ترهګریزو فعالیتونو لپاره د مادي ملاتړ په تور اعتراف کړی و چې د خلکو د مړینې سبب شوي دي.
فورم \ دبحث خونه