د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نږدې ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د کاناډا پر پراخو وارداتو ۵۰ سلنه ګمرکي تعرفې ولګولې او کاناډا یې تورنه کړه چې د امریکايي موټرو، الکولي مشروباتو او د لبنیاتو د محصولاتو پر وړاندې تبعیضي چلند کوي.
ټرمپ د ۱۹۳۰ کال د تعرفې د قانون د ۳۳۸مې مادې څخه کار واخیست، چې له مخې یې ولسمشر کولی شي پر هغو سوداګریزو شریکانو، چې د امریکا د توکو پر وړاندې تبعیضي چلند کوي، تر ۵۰ سلنې پورې جزايي تعرفې ولګوي.
دغه تعرفې، چې ټاکل شوې د اګست پر ۱۹مه نافذې شي، د شرابو، لبنیاتو، سمنټو، د یخ پر سر د هاکي د وسایلو، د لامبو حوضونو توکي، فرنیچر، د کب نیولو سامان آلاتو، تخمونو او جامو په ګډون ګڼ توکي رانغاړي.
د انرژۍ محصولات، کبان، مهم منرالونه او هغه توکي چې مخکې د ۲۳۲مې مادې تعرفو لاندې راځي، له دې تعرفو معاف دي. دغه تعرفې به آن پر هغو محصولاتو تطبیق شي چې د امریکا-مکسیکو-کاناډا د سوداګرۍ تړون (USMCA) له مخې د معافیت وړ وي.
د امریکا د احصایېوي ادارې د معلوماتو له مخې، دغه په نښه شوي واردات د هغو ۳۸۲ میلیارده ډالرو شاوخوا ۵.۲ سلنه جوړوي چې امریکا په ۲۰۲۵ کال کې له کاناډا څخه وارد کړي وو.
سپینې ماڼۍ د کاناډا د لبنیاتي محصولاتو د عرضې د مدیریت سیستم، امریکا ته د موټرو د صادراتو محدودیتونه او د ځینو کاناډايي ولایتونو هغه پرېکړې یادې کړې چې له مخې یې امریکايي الکولي مشروبات د پلورنځیو څخه لرې شوي دي.
سپینې ماڼۍ وویل چې په تېر یو کال کې کاناډا ته د امریکايي موټرو واردات ۲۲ سلنه او د امریکايي الکولي مشروباتو واردات ۸۱ سلنه کم شوي دي
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ د سې شنبې په ورځ د فاکس بزنس شبکې ته وویل چې دغه تعرفې د اوټاوا د سوداګریزو اقداماتو په ځواب کې د "متقابل چلند" په موخه لګول شوې دي او د لبنیاتي محصولاتو په برخه کې یې د کاناډا چلند "تبعیضي" وباله.
د امریکا د سوداګرۍ د چارو استازي جېمیسن ګریر په یوه اعلامیه کې وویل: "کاناډا، د نورو شریکانو او متحدینو برعکس، د سوداګرۍ د توازن د بیا رامنځته کولو لپاره د واشنګټن د هڅو پر وړاندې د غچ اخیستنې اقداماتو ته دوام ورکوي."
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني هم پر دې نوي اقدام نیوکه وکړه.
کارني وویل چې دا اقدام د امریکا د یو اړخیزو سوداګریزو اقداماتو په لړۍ کې وروستی ګام دی، هغه لړۍ چې د ده په وینا، له هغو تعرفو سره پیل شوه چې په ښکاره ډول د کاناډا-امریکا-مکسیکو د سوداګرۍ له تړون څخه سرغړونه ده.
نوموړي په ایکس ټولنیزې شبکې کې د یوې اعلامیې په ترڅ کې لیکلي چې کاناډا د خپل قانوني حق له مخې یې یوازې د امریکا د موټرو پر سکټور لګول شوې تعرفې په ورته ډول ځواب کړې دي.
کارني زیاته کړه چې کاناډا په تېرو ۱۸ میاشتو کې د دې شخړې د هواري او د سوداګرۍ د تړون د عصري کولو لپاره تفصیلي او هر اړخیز وړاندیزونه کړي دي، او چمتو ده چې په راتلونکو اوونیو کې دغه خبرې لا ګړندۍ کړي.
هغه وویل، دې شخړې په ځانګړې توګه په امریکا کې د کورنیو لګښتونه لوړ کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې کاناډا به په نه ستړې کېدونکو هڅو او هر دول اړینو اقداماتو سره د کاناډايي کارګرانو، بزګرانو، سوداګریو او کورنیو ملاتړ ته دوام ورکړي.
فورم \ دبحث خونه