د لاس رسي وړ اتصالات

د چین په توکو باندې د امریکا د اضافي تعرفو لګول پیل شول


په چین باندې د متحدو ایالتونو د تعرفو لوړول نن سه شنبه فبروري څلورمه (سلواغه ۱۶) پیل شول، چین هم د دغه اقدام په غبرګون کې د امریکا په مالونو باندې تعرفې ولګولې.

چین اعلان وکړ چې د متحدو ایالتونو په سکرو او اوبلن ګازو باندې ۱۵ فیصده تعرفه، په اومه تيلو، زراعتي ماشین الاتو او د موټرو په پرزه جاتو باندې به ۱۰ فیصده تعرفې لوړې کړې او ولګوي.

متحدو ایالتونو د چین په ټولو توکو باندې ۱۰ فیصده تعرفه لوړه کړه، چې بیجینګ امریکا ته د فنتانیل د قاچاقو مخه ونیسي. امریکا چین د دغه کیمیاوي موادو اصلي سرچېنه بولي، چې د مکسیکو د نشه يي توکو قاچاق کوونکي یې د فنتانیل په جوړولو کې کاروي.

چین وايي د دغو موادو د فابریکو دبندولو او ناقانونه قاچاقو د مخنیوي لپاره یې اقدامات کړي دي. ټرمپ وویل: «په دې هیله چې چین موږ ته د فنتانیل استول بند کړي، که یې بند نه کړل، تعرفه به نوره هم لوړه شي.»

د سپني ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت تېره ورځ وویل چې ولسمشر ټرمپ به په راتلونکو څو ورځو کې د چین له ولسمشر ژي جینپینګ سره خبرې وکړي.

ټرمپ د کاناډا او مکسیکو له مشرانو لایډا شینباوم او جستن ټروډو سره تر تیلیفوني خبرو وروسته د دغو هېوادونو په توکو باندې د ۲۵ ګمرکي تعرفې عملي کیدل د یوې میاشتې لپاره وځنډول.

شینباوم ویلي دي، له امریکا سره سرحد ته به د خپل هېواد د ملي ګارد ۱۰زره سرتېري استوي چې متحدو ایالتونو ته د فنتانیل د قاچاقو مخه ونیسي. نوموړې د خپل ایکس په حساب کې لیکلي دي: «مکسیکو کې شمالي سرحد لا قوي کړي... چې له مکسیکو څخه متحدو ایالتونو ته د قاچاقو او په خاص ډول د فنټانیل مخه ونیول شي. متحده ایالتونه به کار وکړي چې مکسیکو ته د وسلو د قاچاقو مخه ونیسي.»

د مکسیکو مشرې وویل چې دواړه هېوادونه په امنیت او سوداګرۍ باندې خبرې روانې ساتي او «د اوس لپاره د تعرفو عملي کېدل د یوې میاشتې لپاره وځنډول» شول.

د کاناډا صدراعظم جستن ټروډو هم وویل چې هېواد به یې له امریکا سره خپل سرحد ته نوې تکنالوژي او ځواک استوي چې د فنتانیل د قاچاقو مخه ونیول شي. نوموړي په خپل ایکس کې لیکلي دي: «ما له ولسمشر ټرمپ سره ډېره ښه تیلیفوني مکالمه لرله. د ګمرګي تعرفي زیاتېدل به د ۳۰ ورځو لپاره وځنډول شي او موږ به ګډ کار کوو.»

د ولسمشر ټرمپ د تعرفي د لوړولو په غبرګون کې د چین، کاناډا او مکسیکو د عکس العمل سره سره، د سپیني ماڼۍ د ملي اقتصادي شورا مشر کیون هاسیت تېره ورځ وویل چې د تعرفو د لګولو مسئلې ته د تجارتي جګړې په سترګه کتل ناسم درک دی.

هغه وویل: «تاسو اجرايي فرمان ولولئ، هلته ولسمشر ټرمپ ۱۰۰ فیصده څرګند ویلي چې دا تجارتي جګړه نه» ده او په خبره یې «د نشه يي توکو سره مبارزه» ده.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ ومنله چې په دغو هېوادونو باندې به د تعرفو لوړول په امریکا کې د خوراکي موادو، تیلو، موټرونو او ځینو نورو وسائیلو قیمتونه لوړ کړي، خو د متحدو ایالتونو د ګټو خوندیتوب «په دې قیمت» ارزي.

په متحدو ایالتونو کې پيرودونکي او مشتریان به ځکه د دغو لوړو تعرفو بیه پرې کوي، چې کوم شرکتونه چې له دغو هېوادونو څخه امریکا ته مواد انتقالوي، د فدرال حکومت ته به لوړې تعرفي ورکوي او د خپلو لګښتونو د کمولو په ځای به، د موادو بیې لوړې کړي.

په همدې حال کې د کاناډا د انتایرو ایالت مشر د ټرمپ له لوري د تعرفو د لګولو له اعلان وروسته وویل چې د ایلان مسک د سټارلینک انټرنټي خدمتونو سره قرارداد لغوه کوي. مسک د ټرمپ یو کلیدي مشاور دی، چې د متحدو ایالتونو د حکومتي لګښتونو او د ۲.۳ میلیون فدرال ملکي کارکوونکو د کمولو هڅه کوي.

د اونتایرو «پریمیر ډوک فورډ» شرکت د نومبر په میاشت کې له ماسک سره شمالي انتایرو او نورو لېرو سیمو ته د چټک انټرنټ د برابرولو لپاره د ۶۸ میلیون ډالرو قرارداد لاسلیک کړ. دغه شرکت د خپل ایکس په حساب کې لیکلي چې په امریکايي شرکتونو بندیز لګوي، چې په دغه ایالت کې قراردادونه ترلاسه نه کړي.

د دغه راپور معلومات د فرانس پرس، اسوشیتډپرس او رویټرز له راپورونو څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG