د متحدو ایالتونو د فوټبال ملي لوبډلې د جمعې په ورځ (جون ۱۲مه) د فارورډ فولارین بالوګون د دوو ګولونو په مټ د نړیوال جام په خپله لومړنۍ لوبه کې پاراګوای ته ۴-۱ ماتې ورکړه.
د کالیفورنیا په لاس انجلس کې د ډي ګروپ ددې لوبې په اوومه دقیقه کې د ویسټن مککیني او کریسټین پولیسیچ چټکې همغږۍ د پاراګوای دفاع ماته کړه او په پایله کې د پاراګوای منځني لوبغاړي دامیان بوبادییا توپ په تېروتنه خپل ګول ته ولېږه.
بالوګون په ۳۱مه دقیقه کې د امریکا برتري دوه برابره کړه، ځکه چې امریکایي بریدګرانو په اسانه د پاراګوای دفاعي کرښې ماتولې. دغه ۲۴ کلن لوبغاړي د لومړۍ نیمایي د پای په شېبو کې خپل دوهم ګول وواهه.
د پاراګوای لپاره ماوریسیو په ۷۳مه دقیقه کې د هولیو انسیسو د پاس په مرسته یو ګول بېرته جبران کړ. خو جیوواني رینا د اضافي وخت په مهال ګول وواهه او د امریکا لپاره یې بریا یقیني کړه.
متحده ایالتونه به د جون په ۱۹مه نېټه په سیاتل کې له استرالیا سره مخامخ شي، په داسې حال کې چې پاراګوای به سان فرانسسکو ته سفر وکړي ترڅو له ترکیې سره لوبه وکړي.
متحده ایالتونه د کاناډا او مکسیکو سره په ګډه ددې نړیوال جام کوربه توب کوي.
د جام لوبې د جون په ۱۱مه په مکسیکو کې پیل شوې. په لومړنۍ لوبه کې مکسیکو جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه.
په دې جام کې ټولې ۴۸ لوبډلې برخه لري او په ګروپي پړاو کې په ۱۲ ګروپونو ویشل شوي دي.
د جمعې په ورځ د فوټبال نړیوال جام د بي ګروپ لوبه د ګډ کوربه کاناډا او بوسنیا هرزګوینا ترمنځ د ټورنټو په ښار کې ۱-۱ مساوي پای ته ورسیده.
فورم \ دبحث خونه