د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: خالد شیخ محمد به نظامي محکمې ته ځي


امریکا: خالد شیخ محمد به نظامي محکمې ته ځي
امریکا: خالد شیخ محمد به نظامي محکمې ته ځي

د امریکا د عدلی وزیر اریک هولدر وایي خالد شیخ محمد چې گمان کیږي د دوه زره یوم کال د سپتمبر د تروریستي بریدونو مبتکر به وي د امریکا د متحده ایالاتو د فدرالي محکمې پر ځای به په گوانتنامو کې په امریکایي نظامي محکمه محاکمه شي.

د امریکا د عدلیې چارو وزیر اریک هولدر پرون وویل چې اوس هم په دې باور دی چې فدرالي محکمه مناسب ځای دی چې خلد شیخ محمد او د هغه سره په دسیسه کې شامل نور څلور تنه مشکوک ملگري محاکمه شي.

هغه کانگرس د هغو محدویتونو د پریکړې په کولو ملامت کړ چې د گوانتنامو بندیان یې دننه امریکا ته له انتقالولو څخه منع کړي دي.

(.. د کانگرس غړي شواهدو او نورو ضروري معلوماتو ته لاس رسی نه لري چې د قانوني پلټنو په اړه قضاوت وکړي. دوی د هیواد د ترهگري ضد یوه ډیره ازمایل شوی وسیله بیکاره کړه او زمونږ لاسونه یې رابند کړل.)

هغه زیاته کړه چې په پرله پسې توگه به هڅه وکړي چې دغه محدودیتونه لیری شي.

اریک هولدر وايي پر هغه فشار دی چې مشکوک تورن دې د نظامي کمیسون له لورې محاکمه کړای شي. خو هغه زیاته کړه:

(.. ددې موضوغ له پیل راهیسې د دفاع او عدلیې وزارت دواړو څارنوالان سره په گډه کار کوي او زه د نظامي کمیسون پر سیستم باندې پوره اعتماد او باور لرم چې دغه قضیه به په مناسبه توگه حل و فصل کړي.)

له بلې خوا د عدلیې وزیر وایي څرنگه چې دغه محدویتونه ژر او یا په نژدې وخت کې له منځه تلوونکي نه دي نو مونږ نه شو کولای چې دغه قضیه وځنډوو.

خالد شیخ محمد په دې تورن دی چې د دوه زره یو کال د اگست په وروستیو کې په داسې حال کې چې ترهگرو په امریکا کې وروستۍ تیارې نیولې محمد د برید د نیټې په اړه خبر کړای شوی و او هغه دا خبر اسامه بن لادن ته لیږدولی و.

امریکا: خالد شیخ محمد به نظامي محکمې ته ځي
امریکا: خالد شیخ محمد به نظامي محکمې ته ځي

د سپتمبر د یولسمې د پیښې د قربانیانو یو شمیر خپلوان د نظامي محکمې پلوي کوي.

په پیښه کې د یو وژل شوي اطفائیه مامور کرستوفر سنتورا پلار الکزاندر سنتورا وایي:

(.. دغو کسانو قتل عام کړی او په خپله گناه یې اعتراف کړی. مونږ هغه وخت چې دوی محکمه بندوله باید د سزا ورکولو په پړاو کې وای.)

خو د سپتمبر په پیښه کې د اطفائیې د یو بل وژل شوي مامور پلار بل ډول نظر لري.

(.. محاکمه باید بیرته دلته د نیویارک ښار ته راانتقال شي. زه غواړم ټول نړیوال وویني چې دوی په محکمه کې څنگه د حیواناتو په شان سلوک کوي، او دوی به محکوم شي.)

جمهوري غوښتونکي وکیلان چې د ملکي محکمې سره مخالفت کوي د حکومت دې ته اقدام ته ښه راغلاست وایي. یو شمیر دموکراتان هم په نیویارک کې محاکمه کول سم نه گڼي.

خو د امریکا د مدني ازادیو اتحادیه بیا د حکومت پر اقدام انتقاد کوي. ددې ټولنې رئیس انتوني رومیرو وایي په نظامي محکمه کې د قضایاو پرمخ بیول مطمینا چې د قانوني چلنجونو او ځنډونو سره مخامخ کیږي او فیصله به یې مشروع ونه گڼل شي.

XS
SM
MD
LG