د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د افغانستان د امنیتي ځواکونو په ملاتړ به هوایي بریدونه روان وي


امریکایي نظامي چارواکي وایي د افغانستان د امنیتي ځواکونو په ملاتړ به هوایي بریدونه دوام ولري.
امریکایي نظامي چارواکي وایي د افغانستان د امنیتي ځواکونو په ملاتړ به هوایي بریدونه دوام ولري.

د امریکا پوځي چارواکي وایي پدې تیرو څو اونیو کې د افغانستان د هوایي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د هغو جنګي الوتکو څخه کار اخیستل شوی چې د افغانستان نه بهر ځای پر ځای دي او دا بریدونه به ادامه ولري.

دغو چارواکو د پنجشنبې په ورځ جولاۍ لومړۍ (چنګاښ۱۰) ویلي سره لدې چې د افغانستان څخه به په راتلونکو څو ورځو کې د ځواکونو او پوځي تجهیزاتو ایستل بشپړ شي، خو امریکایي ځواکونه به د سپتمبر تر میاشتې په افغانستان کې په جګړې کې ښکیل وي او د افغانستان د امنیتي ځواکونو په ملاتړ به د طالبانو پر ضد هوایي بریدونه کوي.

دغو امریکایي چارواکو همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د قوماندان جنرال سکاټ میلر پر ځای به تر دې وروسته د طالبانو پر ضد د بریدونو قومانده او د القاعده شبکې او نورو تررویستي ډلو پر ضد د عملیاتو مشري به د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مک کینزي کوي چې مرکز یې د امریکا د فلوریډا په ایالت کې دی.

د سکاټ میلر پر ځای به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مشري جنرال پیټر وسلي کوي چې په کابل کې د امریکا د سفارت د امنیت ساتل به یې هم په مسؤلیتونو کې وي.

یو امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې جنرال وسلي دم مهال په کابل کې دی او د جنرال میلر سره د واک د لیږد په جزیاتو کار کوي.

دغه امریکایي جنرال به د هغو شاوخوا ۶۵۰ پوځیانو مشري کوي چې په کابل کې د دپلوماتیک ماموریت د امنیت لپاره ځانګړي شوي. ټاکل شوې دغه عسکر به تر نامعلومې نیټې په کابل کې د امریکا په سفارت کې دیره وي.

داسې هم ویل شوي چې ښایي جنرال مک کینزي به د کابل د هوایي ډګر د خوندي ساتلو لپاره د سپټمبر تر میاشتې د شاوخوا ۳۰۰ امریکایي پوځیانو د ځای پر ځای کولو صلاحیت ولري.

د اې پي خبري اژانس هم تیره اوونۍ ویلي چې ښایي شاوخوا ۶۵۰ امریکایي عسکر د امریکایي دپلوماتانو د خوندیتوب لپاره د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته هلته پاتې شي.

د امریکا متحده ایالاتو همدرانګه د ترکیې سره موافقه کړې چې د کابل د هوایي ډګر د خوندیتوب لپاره د توغندیو، توپچي او هاوان ضد سیستم (C-RAM) او د دې سیستم د کارولو لپاره به پوځيان پریږدي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت او شمیر سیاسي رهبرانو په افغانستان کې د جګړو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او د کورنۍ جګړې او د افغانستان د دولت د له منځه تللو په هکله یې خبرداري ورکړي.

خو د امریکا جمهور رئیس جو بایډن نن جمعه جولای۲ (چنګاښ۱۱) وویل چې د افغانستان حکومت د ثبات د ساتلو توان لري او زیاته یې کړه چې د افغانستان امنیتي ځواکونه باید د کابل د سقوط مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG