د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په برما کې د روهینګیایي مسلمانانو ځپنه "نسل وژنه" اعلانوي


د برما د پوځ د عملیاتو له کبله څه باندې ۷ سوه زره روهینګیایي مسلمانان بنګله دیش ته کډه شوي.
د برما د پوځ د عملیاتو له کبله څه باندې ۷ سوه زره روهینګیایي مسلمانان بنګله دیش ته کډه شوي.

ټاکل شوې د متحده ایالاتو حکومت په برما کې د پوځ لخوا د روهینګایي مسلمانانو ځپنه چې د څو کالونو راهیسې روانه ده، نسل وژنه یا قتل عام اعلان کړي.

امریکایي چارواکو یکشنبه مارچ ۲۰ (کب۲۹) ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به دا اعلان دوشنبه مارچ ۲۱ د متحده ایالاتو د هالوکست د یاد په موزیم کې په یوې غونډې کې وکړي.

دغو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط دا معلومات مطبوعاتو ته ورکړي ځکه چې د متحده ایالاتو دا اقدام تر اوسه په عامه توګه اعلان شوی ندی.

په برما کې د پوځ په مشرۍ حکومت وار د مخه د متحده ایالاتو لخوا د ګڼو بندیزونو له کبله د فشار سره مخ دی او سره لدې چې د امریکا دا نوی اقدام به د برما د حکومت پر ضد پخپل ذات کې ډیر د پام وړ نه وي خو ممکن د نړۍ لخوا به د لا ډیر فشار سره مخ شي.

د برما پوځ د ۲۰۱۷ کال راپدیخوا د هیواد په لویدیځ ایالت رخاین کې د روهینګیایي مسلمانانو د ځپلو کمپاین پیل کړې.

د برما په حکومت د هاګ د عدالت په نړیوالې محکمې کې د نسل وژنې تور دی او د بشري حقونو ډلو او د کانګریس غړیو د پخوا راهیسې د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او اوسني جمهور رئیس جو بایډن د حکومت څخه غوښتي چې د برما د پوځ د ځپنې دا کړنې دې نسله وژنه وبلل شي.

د متحده ایالاتو د سنا په مجلس کې د اویګن ایالت سناتور جیف مرکلي او د کډوالو نړیوالې ادارې د متحده ایالاتو د اقدام ستاینه کړې.

وروسته له هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې انټوني بلنکین به دوشنبه د هالوکست په موزیم کې د برما په هکله وینا کوي، ښاغلي مرکلي په یوې اعلامیې کې وویل، "زه د بایډن اداره ستایم چې بالاخره د روهینګیا سره شوي ظلمونه نسل وژنه بولي".

د کانګریس دې غړي ويلي چې دا اقدام باید ډیر مخکې شوی وی خو زیاته یې کړه چې دا د "ظالم رژیم د مسؤل بللو لپاره یو مهم اقدام دی".

په برما کې د یوې یاغي ډلې د بریدونو په غبرګون کې د دې هیواد پوځ د ۲۰۱۷ کال د اګست په میاشت کې د رخاین په ایالت کې د روهینګیایي مسلمانانو د شړلو عملیات پیل کړ او څه باندې ۷ سوه زره روهینګیایي مسلمانان مجبور شول چې بنګله دیش ته کډه شي.

د برما په امنیتي ځواکونو دا تور دی چې په روهینګیایي مسلمانانو یې په ډله ایزه توګه جنسي تیری کړی، وژلي یې دي او د هغوي زرګونه کورونه یې سوځولي.

XS
SM
MD
LG