د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د سوریې په تیل لرونکو سیمو کې خپل شتون پراخوي


US in Syria
US in Syria

د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی چې د سوریې په تیل لرونکو سیمو کې خپل نظامي شتون پراخوي چې دغو څاګانو ته د داعش د لاس رسي مخنیوي وشي.

دا د سوریې لپاره د امریکا په پالیسۍ کې وروستی بدلون دی چې د امریکایي سیاستمدارانو او د کانګرس غړو تر منځ یې بحثونه پارولي دي.

د امریکا د دفاع وزیر، مایک اسپر د جمعې په ورځ ( اکتوبر ۲۵) په یو خبري کنفرانس کې وویل: "مونږ به د دیر الزور په سیمه کې خپل پوځي شتون لا ډیر کړو، ترڅو ډاډمن شو چې داعش د تیلو څاګانو ته لاسرسی پیدا نکړي."

ښاغلي اسپر ونه ویل چې دا مهال په دغو سیمو کې څومره امریکایي سرتیري شتون لري او یا هم امریکا به دغه سیمې ته نور څومره سرتیري ولیږي.

همدا راز د امریکا د دفاع وزیر په بروکسل کې د ناټو د غړیو هیوادونو د دفاع وزیرانو د ناستې په څنډه کې له خپل ترکي سیال سره هم وکتل.

ښاغلي اسپر ددغې کتنې وروسته خبریالانو ته وویل چې د ترکیې د دفاع وزیر ورته د سلو داعش جنګیالیو د نیولو خبر ورکړی چې له زندانونو څخه تښتیدلي وو.

همداشان د روسیې دفاع وزارت هم د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې سوریې ته یې ۳۰۰ نور سرتیري رسیدلي دي.

سوریې ته د روسیې دغه سرتیري د هغه هوکړه لیک په اساس تللي چې د ترکیې او روسیې تر منځ لاس لیک شوی دی.

XS
SM
MD
LG