د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا اوکراین ته په نویو نظامي مرستو کې ۴ ګرځنده راکټ لانچرې ورکوي


ټاکل شوې د اوکراین سره د متحده ایالاتو په تازه نظامي مرستو کې چې د ماین ضد موټر، مهمات او ماینونه پکې شامل دي، دا ځل څلور د توپ توغولو داسې سیستمونه هم وي چې په لوړه کچه له یو ځایه بل ځای ته د خوځیدو قابلیت لري.

دوو سرچینو دوشنبه اکټوبر ۳ (تلې۱۱) د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د نویو نظامي مرستو ارزښت به ۶۲۵ ملیون امریکايي ډالر وي.

تمه کیږي چې د مرستو دا اعلان به سه شنبې وشي او وروسته تر هغه چې روسیې په رسمي توګه د اوکراین څلور سیمې د خپلې خاورې د یوې برخې په توګه اعلان کړلې، دا به د کیف سره د واشنګټن لومړنۍ نظامي مرستې وي او پداسې حال کې کیږي چې د اوکراین ځواکونو د هیواد په ختیځ کې یو مهم ښارګوټی د روسي ځواکونو څخه نیولی.

همدارنګه دا به دویم ځل وي چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د اوکراین سره د نظامي مرستو لپاره د کانګریس منظورۍ پرته د ځانګړي واک له مخې دا مرستې کوي.

په نظامي مرستو کې د (HIMRAS‍) په نامه د توپونو د توغولو څلور سیستمونه د توغندیو سره، دوه سوه د ماین او کمین ضد نظامي موټر، د هویټزر توپونه او مهمات او ماینونه شامل دي او د جمهور رئیس د ځانګړي واک له مخې به ښایي په راتلونکو څو ورځو کې اوکراین ته واستول شي.

متحده ایالاتو تیره د اوکراین سره د ۱.۱ ملیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د مرستو اعلان وکړ چې ۱۸ (HIMARS) هم پکې شامل و. پدې مرستو کې د همدې توغندیو اړوند مهمات او د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو ضد سیستمونه او همدرانګه د رادار سیستمونه شامل و.

کومې نظامي مرستې چې متحده ایالاتو تیره اوونۍ د اوکراین لپاره اعلان کړلې، د وسلو د شرکتونو څخه ندي پیرل شوي بلکې هغه وسلې او مهمات دي چې د متحده ایالاتو د پوځ په ډیپوګانو کې د وړاندې نه پرتې وې.

پخپله سپینې ماڼۍ تر اوسه ددې نویو نظامي مرستو په هکله تبصره نده کړې.

خو دوو حکومتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته پدې هکله معلومات ورکړي او دا یې هم ویلي چې ښایي د مرستو د ارزښت اندازه کمه یا ډیره شي.

د اوکراین سره دا نظامي مرستې داسې مهال کیږي چې د دې هیواد سرتیرو تازه د روسيې ځواکونو څخه په ختیځ کې یوه مهمه سیمه ونیوله.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي وايي، سرتیري یې توانېدلي دي چې ددغه هېواد په ختیځه دونڅک سیمه کې د لېمن ستراتیژیک ښار له روسي ځواکونو بیرته ونیسي.

زیلنسکي اکتوبر ۱ په خپل ورځنۍ بیانیه کې وویل چې پوځیان به یې په راتلونکو څو ورځو کې له روسیې نه نورې اشغال شوې سیمې هم ازادې کړي.

زیلنسکي همدارنګه وویل روسي ځواکونو د ډونباس په سیمه کې له روسیې سره ددغه سیمې د یو ځای کېدو دپاره، له زوره کار اخېستی او " یوه ادعا شوې ټولپوښتنه" یې کړې ده.

هغه زیاته کړه: "هغوی کورونو ته وسلې ښکاره کړي، ورقې یې وېشلي دي او مبلغینو د ډونباس په هغو برخو کې چې د هغوی کنټرول کې دي، له دې ټولو نه ویډیوګانې اخیستي دي."

د اوکرایني پوځیانو له خوا تر محاصرې وروسته، روسي پوځیانو د اوکراین له ختیځ ښار لېمن څخه خپل پوځیان په شا کړي دي. دا ښار د جګړې لومړۍ کرښه بلل کېدله.

XS
SM
MD
LG