د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د زیربناوو په عصري کولو ۲ ټریلیونه ډالره لګوي


حکومت پلان لري د لویو لارو او سړکونو په رغولو میلیاردونه ډالر ولګوي.

ټاکل شوې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د هیواد د زیربناوو د جوړلو پلان نن چارشنبه، مارچ ۳۱ (وري۱۱) په ډاګه کړي.

د ښاغلي بایډن د زیربناوو د عصري کولو پلان چې "بیرته غوره رغول" نومیږي ۲ ټریلیون ډالره ورته ځانګړي شویدي او په ۸ کالونو کې به بشپړ شي.

د پلان له مخې ۶۲۰ میلیون ډالر د ټرانسپورټ په عصرې کیدو لګیږي. پدې پروژه کې ۲۰ زره میله سړکونه او لویې لارې پراخیږي، زرګونه پلونه ترمیمیږي او د عامه ټرانسپورټ لپاره فدرالي بودیجه دوه چنده زیاتیږي.

حکومت ویلي چې دا پلان به زرګونو خلکو ته د کار روزګار فرصت پیدا کړي او د امریکا متحده ایالت به د چین نه سیالي وګټي.

جمهور رئیس جو بایډن غواړي چې د زیربناوو د عصري کولو دا پلان یې د پالیسۍ تر ټولو مشهوره برخه وي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي، " هغه پراخ او زړه ور نظر لري چې څنګه وکړی شو په امریکا کې، د امریکایي ټولنو او کارګرانو لپاره پانګه اچونه وکړو."

ښاغلی بایډن غواړي د خپل دې پلان د عملي کیدو لپاره په شرکتونو مالیه ۷ په سلو کې ډیره کړي تر څو وکړی شي د زیربناوو د عصري کیدو د پلان یوه برخه د همدې پیسو د لارې تمویل کاندي.

د امریکا د حکومت یو جګپوړي چارواکي ویلي چې ښایي د شرکتونو مالیه د ۲۳ فیصدو نه ۲۸ فیصدو ته لوړه شي.

دغه چارواکي ویلي چې جمهور رئیس غواړي د شرکتونو د مالیې قوانین په اساسي توګه اصلاح کړي چې د پانګې اچونې او خلکو ته د رزګار فرصتونه ډیر شي.

XS
SM
MD
LG