د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د جنوبي افریقا په ۸ هیوادونو د سفر کولو بندیز لیرې کوي


امریکا دا بندیزونه په جنوبي افریقا کې د کرونا د نوې بڼې د خپریدو له کبله لګولي و.
امریکا دا بندیزونه په جنوبي افریقا کې د کرونا د نوې بڼې د خپریدو له کبله لګولي و.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د کرسمیس رخصتیو په ترڅ کې د جنوبي افریقا د اتو هیوادونو څخه متحده ایالاتو ته په راتګ بندیزونه لیرې کوي.

دا بندیزونه د روان میلادي کال د نومبر د میاشتې په ۲۹ مې وروسته تر هغه ولګول شول چې په جنوبي افریقا کې د کرونا نوې بڼه (اومیکرون) خپره شوه. متحده ایالاتو دا اقدام د همدې ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر کړی و.

متحده ایالاتو د نومبر د میاشتې په ۲۹مې د ټولو هغو کسانو په راتګ بندیزونه ولګول چې تازه جنوبي افریقا، بوستاوانا، زمبابوې، نمیبیا، لسوتو، ایسواتیني، موزامبیق او ملاوي ته تللي و.

دا بندیزونه یوازې په هغو کسانو لګیدلي و چې د امریکا تابعیت یې نه درلود.

د سپینې ماڼۍ ویاند کیون منوز پدې هکله په ټویټر کې لیکلي چې دا پریکړه د متحده ایالاتو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د وړاندیز پر اساس شوې.

ښاغلي منوز لیکلي چې د دغو هیوادونو څخه په موقتي توګه د خلکو په راتګ بندیز ساینس پوهانو ته لازم فرصت برابر کړ چې د کرونا د دې نوې بڼې په هکله څیړنې وکړي او دې نتیجې ته ورسیدل چې د کرونا ضد کوم واکسینونه چې په اوس کې خلکو ته شویدي، د نوې بڼې په مقابل کې هم ګټور دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند همدرانګه ویلي چې د بندیزونو له کبله دا فرصت پیدا شو چې اومیکرون وپیژنو او پدې پوه شو چې اوسني واکسینونه ددې نوې بڼې په خلاف څومره ګټور دي.

د اومیکرون ویروس اوس مهال د متحده ایالاتو په ټولو ایالتونو کې په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې ده حتی په هغو ایالاتو کې هم چې خلکو یې د کرونا ضد واکسین کړی خو ډیری کسان چې د دې نوې بڼې له کبله په روغتونونو کې بستر شویدي، هغوي دي چې واکسین یې ند کړی.

کروناویروس د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې لومړی ځل د چین په ووهان ښار کې خپور او په بیړه ټولې نړۍ ته وغځید.

XS
SM
MD
LG