د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا راتلونکی کال دیرش زره کډوال مني


امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د ۴۵۰۰۰ کډوالو منلو هوډ درلود
امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د ۴۵۰۰۰ کډوالو منلو هوډ درلود

د ټرمپ حکومت امریکا ته د نویو کډوالو د ورتګ شمیر تر پخوا ډیر ټیټ کړی خو وايي له کډوالو سره به لاهم مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیوویلي چې امریکا به راتلونکي میلادي کال کې یواځې دیرش زره کډوالو ته د مهاجرت ویزې ورکړي.

دا د ۱۹۸۰ کال راپدیخوا امریکا ته د کډوالو تر ټولو ټیټه شمیره ده. همداراز د ۲۰۱۸ لپاره د ټرمپ ادارې د ۴۵۰۰۰ کډوالو منلو هوډ درلود خو داسې ښکاري چې د کال تر پایه به امریکا یواځې ۲۲۰۰۰ کډوالو ته پناه ورکړی شي چې د ټاکل شوې شمیرې نیمايي هم نه ده.

پمپیو زیاته کړه چې دغه پریکړه د جمهور رئیس ټرمپ د هغه پلان په رڼا کې شوې چې له مخې به یې کډوال په هغو امنو هیوادونو کې میشت کړل شي چې د دوی هیوادونو ته نږدې وي. پمپیو د ټرمپ له خولې وايي چې دغه کار به په امریکا کې کډوالو د میشت کولو په پرتله ارزانه پریوځي.

پمپیو دا هم وویل چې د کډوالو منلو په برخه کې امریکا د نړۍ تر ټولو سخي هیواد دی. ویل کیږي چې په لومړیو کې د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړو چارواکو د ۴۵۰۰۰ کډوالو د منلو فیصله کړې وه خو وروسته ترې شاته شوي او دغه تعداد یې ۳۰ زرو ته ټیټ کړی ده. دا معلومه نه ده چې دوي له خپلې پریکړې شاته شوي دي او که د سپینې ماڼۍ په قانع کولو پاتې راغلي دي.

ټرمپ په ۲۰۱۶ کال د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال د کډوالۍ د سیسټم محدودولو ژمنه کړې وه چې په تیرو اتلسو میاشتو کې یې همدې لپاره ګڼ اجراییوي فرمانونه صادر کړي او د تړلو دروازو تر شا یې ګڼې فیصلې هم کړي دي.

XS
SM
MD
LG