د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هېګسټ وایي چې دوي غواړي د روحي او رواني ناروغیو د هغه پخواني پوځي ډاکټر اعدامېدل خلکو ته ښکاره کړي چې په ۲۰۰۹ کال کې یې ډ ټکساس په فورټ هوډ هوايي اډې کې ۱۳ کسان په ډزو وژلي وو.
هېګسټ د پنجشنبې په ورځ [اکټوبر ۸مه] د یوې پوځي کښتۍ د سرتېرو سره تر لیدنې وروسته د "هیومن ایونټس ډیلي" یوه خبریال ته وویل: "موږ به ډاډ ترلاسه کړو چې خلک وکولای شي دا [اعدام] وګوري او دا به عمومي وي ځکه خلک باید پوه شي چې دا ډول اعمال جدي پایلې لري."
امریکايي چارواکو ویلي چې نضال حسن به د تومانچي په ډزو اعدام شي او خلک به د حکم اجرا کېدل په ژوندۍ بڼه وګوري.
د اعدام حکم به د روان کال د ډېسمبر په درئېمه په هماغې هوايي اډې کې عملي کېږي چېرې چې حسن څه ناڅه ۱۷ کال مخکې ۱۳ کسان د تومانچي په ډزو وژلي وو.
نضال حسن به له ۱۹۴۵ کال راهیسې لومړی کس وي چې د امریکا د پوځ له خوا په ډزو اعدامېږي.
د جګړې وزارت یوه چارواکي د رویترز خبري اژانس ته منلې چې اعدام به "په ژوندۍ بڼه خپور شي. نور جزئیات به وروسته وړاندې شي."
کله چې د جګړې له وزیر نه پوښتنه وشوه ایا حسن خپله کومه وروستۍ غوښتنه وړاندې کړې، هېګسټ وویل: "پروا نه لرم. موږ به یې د ډېسمبر په درئېمه ووینو.
یوې پوځي محکمې حسن ته د ۲۰۱۳ کال په اګست میاشت کې د اعدام سزا واوروله.
حسن څو اونۍ مخکې له هغې د فورټ هوډ په هوايي اډې کې ډزې وکړې چې ټاکل شوې وه افغانستان ته د ماموریت لپاره واستول شي. حسن اوس ۵۶ کلن دی.
نضال حسن د نیول کېدو پر مهال د پولیسو له خوا په ډزو وویشتل شو او له دې امله تر یوې اندازې یې بدن فلج شوی او دی له ویلچیره کار اخلي.
د متحدو ایالتونو د پوځي قانون له مخې، د هېواد ولسمشر باید په ډزو د اعدام کېدو حکم صادر کړي. د جګړې وزارت د دوشنبې په ورځ [اکټوبر ۵مه] وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا کار د هېګسټ په سپارښتنه وکړ.
فورم \ دبحث خونه