د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له سوریې د پوځیانو ایستل پیل کړل


امریکایي پوځیان په سوریه کې
امریکایي پوځیان په سوریه کې

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس، ډونالډ ټرمپ، وايي په سوریې کې داعش ماتې خوړلې ده.

امریکايي چارواکي وايي چې له سوریې څخه امریکايي پوځيان وباسي. امریکا په سوریې کې شاوخوا ۲۰۰۰ پوځیان لرل چې د داعش په ضد جګړه کې بوخت وو.

دا اقدام له هغه وروسته اعلان شو چې ولسمشر ټرمپ وويل داعش په سورېې کې ماتې خوړلې ده.

داعش پدې وروستیو کې خپل وروستۍ مرکز "د هاجین ښارګوټی“ کردانو ته له لاسه ورکړ.

د رویټرز خبري آژانس د یو امریکايي چارواکي له خولې راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې بیرته هیواد ته ستانه شي او د امریکايي سرتیرو بیرته ستنیدل به په راتلونکو ۶۰ نه تر ۱۰۰ ورځو کې بشپړ شي.

تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزیر، جیم متیس او نورو لوړپوړو چارواکو په سوریه کې د امریکایي ځواکونو په شتون تاکید کړی و تر څو په سیمه کې د داعش د بیرته ستنیدو مخه ونیول شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په سوریې کې د امریکايي ځواکونو شتون غیر قانوني بللی و او ویلي و چې دا مسئله په سوریې کې د سولې پر وړاندې خنډ ګرځي.

XS
SM
MD
LG