د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا اټومي اوبتلونه د سویلي کوریا په اوبو کې ځای پرځای کیږي


د امریکا د متحدو ایالتونو یو پرمختللی اوبتل
د امریکا د متحدو ایالتونو یو پرمختللی اوبتل

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن او د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول، نن چهارشنبې د اپریل ۲۶مه (‌غوايي ۶) په سپینه ماڼۍ کې یو داسې هوکړه لېک لاسلیکوي چې د سویلي کوریا په اوبو کې د امریکا د اټومي ځواک لرونکو اوبتلونو ځای پرځای کولو ته لار هواروي.

په تیرو څلورو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې د امریکا دغه اټومي اوبتلونه د کوریا په جزیرې کې ځای پرځای کیږي. د جګپوړو امریکايي چارواکو په وینا، ددغه کار موخه د شمالي کوریا د اټومي ګواښونو پر وړاندې د سویلي کوریا څخه د واشنګټن ملاتړ دی.

د ولسمشر بایډن ادارې دریو جګپوړو چارواکو چې نه یې غوښتل په دغه رپوټ کې یې نومونه واخیستل شي،‌ خبریالانو ته وویل چې د بایډن او یون استازو پر دغه هوکړه لېک څو میاشتې کار کړی او ټاکل شوې ده چې نن واشنګټن ډي سي څخه د ولسشمر یون د لیدنې پر مهال د دواړو ولسمشرانو له خوا لاسلیک شي.‌

همدا راز دغه هوکړه لېک به د شمالي کوریا د اټومي برید پر وړاندې د سویلي کوریا د اندېښنو د کمولو او د سیول له خوا د اټومي پروګرام د بیرته نه پیلیدو چې پنځوس کاله وړاندې د اټومي‌ وسلو د نه خپراوي د معاهدې وروسته ځنډول شوی و،‌ په هدف لاسلیک شي.‌

امریکايي چارواکو ویلي چې واشنګټن او سیول به د شمالي کوریا د احتمالي اټومي برید په ترڅ کې به خپل اټومي ستراتیژيک غبرګون لا پسې همغږی کړي، خو ددغه راز اټومي وسلو د عملیاتو کنټرول به متحدو ایالتونو په لاس کې وي او همدا راز هیڅ اټومي وسله به د سویلي کوریا په سواحلو کې ځای پرځای نه کړای شي.

همدا راز دغه هوکره لېک به د امریکايي او کوریایي ځواکونو د ګډو پوځي تمرینونو د ترسر کولو او په دغه تمرینو کې د کوریايي سرتیرو پر پراخه ونډې اخیستلو ټینګار وکړي.‌

ددې برسیره، سویلي کوریا به یوځل بیا خپله ژمنه د اټومي وسلو د نه خپریدو تړون ته چې د یو شمېر اټومي او غیر اټومي ځواکونو له خوا لاسلیک شوې دی، څرګنده کړي.

د سویلی کوریا ولسمشر له ډېرې مودې راهیسې په دغه هېواد کې د امریکا د بم غورځوونکو جنګي الوتکو، الوتکې وړونکي برید کوونکې بیړۍ او اوبتلونو د ځای پرځای کېدو غوښتونکې دی، ځکه ښاغلی یون له دې لارې غواړي د شمالي‌کوریا ګواښونو ته غوڅ ځواب ولري.‌

د ۱۹۷۰ م کلونو او د سړې جګړې په پای کې، په اټومي بالسټیکي‌ توغندیو سمبال د امریکا د متحدو ایالتونو اوبتلونه په پرله پسې توګه د سویلي کوریا سواحلو ته ور تلل او متحده ایالات په سیول کې سلګونه اټومي کوپړۍ درلودلې.‌

خو په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د امریکا متحدو ایالتونو له سویلي کوریا څخه خپل ټول اټومي وسلې و ایستلې او کال وروسته سیول او پیونګ یانګ د یوې ګډې اعلامیې په لاسلیکولو سره ژمن شول چې هیڅ لوری به د اټومي وسلو، ساتنې، ازموینې او ترلاسه کولو لپاره به هڅه نه کوي‌.

له هغه مهاله چې شمالي‌کوریا د تیرو کلونو په ترڅ کې په پرله پسې توګه له یادې اعلامیې څخه سرغړونه کړې، سویلي‌کوریا ته د اټومي وسلو د بیرته راوړلو په موخه د سیول غوښتنه زیاته شوې ده.

د ولسمشر بایډن د ادارې یوه چارواکې خبرداری ورکړ چې په ښکاره ډول څرګنده ده چې د بايډن ادارې له خوا د کوریا ټاپووزمی ته د هیڅ راز اټومی یا تکتیکي وسلو د راګرځولو په موخه هیڅ کوم پروګرام شتون نلري.‌

د شمالي کوریا مخ پر زیاتیدونکې اټومي ګواښونه او په سېمه کې د چین د پوځي او اقتصادي قابلیت زیاتوالی، د ولسمشر بایډن اداره په اسیا کې د ټلوالی پراختیا ته اړ کړې او په همدې موخه واشنګټن سویلي کوریا، جاپان او فلیپین ته خپله ډیره پاملرنه اړولې ده.
په پام کې ده چې راتلونکې اونۍ ولسمشر بایډن په سپینه ماڼۍ کې د فلیپین د ولسمشر هرکلی وکړي.‌

شمالي کوریا په تیرو کلونو کې څو څو ځلې خپل بالیسټیکي او د اوږد واټن ویشتونکي توغندي ازمایلي دي او همدا راز د خپل اټومي بټیو د پراختیا په حال کې دی.‌ دا پداسې حال کې ده چې چین او روسیې په پرله پسې توګه د متحدو ایالتونو له خوا پر پیونګ یانګ د بندیزونو د لګولو مخنیوی کړی دی.

تمه کیږي چې د اټومي وسلو د نه خپرولو د خبرو اترو هاخوا، ولسمشر بايډن له خپل کوریایي سیال سره د اوکرین د جګړې په اړ هم بحث وکړي.‌ همدا راز د ولسمشر بایډن ادارې د سویلي کوریا له خوا اوکراین ته د ۲۳۰ میلیونو ډالره په ارزښت بشردوستانه مرستو له لیږولو څخه مننه کړې، خو په ورته وخت کې د اوکراین په جګړې کې د روسیې د پرشا تمبولو لپاره د سیول د مهمې ونډې د ترسره کولو غوښتونکی دی.‌

XS
SM
MD
LG