د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې او اوکراین جنجال ؛ امریکا تورې بحیرې ته جنګي کښتۍ لیږي


د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وایي د امریکا متحده ایالات تورې بحیرې ته دوه جنګي کښتۍ لیږي . دا جنګي کښتۍ پداسې وخت کې تورې بحیرې ته ځي چې د اوکراین او روسیې تر منځ جنجال تود شوی.

وزارت ویلي چې دا کښتۍ به د مۍ د میاشتې تر څلورمې هلته پاتې وې او په ترکیه کې مطبوعاتو ویلي چې ټاکل شوې د امریکا دا جنګي کښتۍ بله اوونۍ تورې بحیرې ته داخلې شي.

په ترکیه کې د امریکا سفارت پدې هکله د خبرو کولو نه ډډه کړې خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وایي دیپلوماتیک چینلونو ورته ۱۵ ورځې وړاندې خبر ورکړی چې د امریکا دوه جنګي کښتۍ به تورې بحیرې ته ولاړې شي.

ویل کیږي چې دا کښتۍ به د بسفر او داردانیل د تنګیو د لارې تورې بحیرې ته ننوځي او د دې کار لپاره واشنګټن مجبور دی چې ترکیې ته لږ تر لږه ۱۵ ورځې وړاندې خبر ورکړي.

د امریکا د بحري ځواکونو کښتۍ پدې سیمه کې په منظمه توګه د اوکراین د ملاتړ په خاطر عملیات کوي. خو امریکا دا تازه جنګي کښتۍ پداسې حال کې تورې بحیرې ته استوي چې روسیې د یوکراین سره په ختیځه پوله او د کريمیا سیمې ته تازه دمي عکسر او نظامي تجهیزات لیږلي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي هم د پنجشنبې په ورځ وویل چې روسیې د اوکراین په سرحد کې د خپلو عسکرو شمیر دومره ډیر کړی چې د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا یې ساری ندی لیدل شوی.

اوکراین د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا د هیواد په ختیځه برخه کې د بیلتون غوښتونکو یاغیانو سره جګړه کوي.

روسیې همدارنګه په همدې مودې کې د اوکراین د کریمیا سیمه د ځان سره یو ځای کړله چې تر نن ورځې پورې د غربي هیوادونو سره په جنجال اخته ده.

ټاکل شوې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي سبا د شنبې په ورځ په استانبول کې د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان سره هم وګوري.

لا معلومه نده چې دواړه مشران به په کومو موضوعاتو بحث وکړي.

XS
SM
MD
LG