د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانګرس یو جګپوړی پلاوی اوکراین ته تللی


د متحده ایالاتو د کانګرس یو جګپوړي پلاوي د اوکراین په پایتخت کیف کې شنبه جولای ۲۳ (زمري۱) د جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي سره کتلي او د روسیې پر ضد جګړې کې یې د ملاتړ د دوام ژمنې کړي.

په پلاوي کې د استازو مجلس د وسله والو خدماتو د جرګه ګۍ مشر ایډم سمیت هم شامل دی دی. د پلاوي په اعلامیې کې راغلي، "متحده ایالات په نړۍ کې د خپلو متحدینو او شریکانو سره یو ځای د اوکراین سره دریدلي او اقتصادي، نظامي او بشري مرستې یې کړیدي".

د متحده ایالاتو پلاوي همدارنګه ویلي چې داسې لارې چارې به لټوي چې د جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي او د اوکراین د ولس سره ملاتړ په اغیزمنه توګه هر څومره چې امکان لري، دوام وکړي.

د متحده ایالاتو د کانګرس دې پلاوي پداسې حال کې د کیف سره د ملاتړ د دوام خبره کړې چې د دفاع وزیر لویډ آسټن تیره چارشنبې، جولای ۲۰ وویل واشنګټن به اوکراین ته د توپونو څلور نور پرمختللي سیستمونه ورکړي چې پدې سره د دې سیستمونو شمیر چې متحده ایالاتو تر اوسه اوکراین ته ورکړي، ۱۶ ته ورسیږي.

خو د کانګرس د هیت په اعلامیې کې ددې وسلو یادونه نده شوې او نه پکې دا ویل شوي چې دا وسلې به څه وخت کیف ته ورکړل شي. په عین حال کې د آزادې اروپا راډیو د ښاغلي سیمت له قوله ویلي چې واشنګټن او متحدین یې چمتو دي چې د توغندیو ګڼ شمیر سیستمونه اوکراین ته ورکړي.

امریکا همدرانګه د روانې جولای میاشتې په اتمې نیټې اعلان کړی و چې د ۴۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت د اوکراین سره تازه نظامي مرستې کوي چې د (HIMARS) څلور نور د توغندیو پرمختللي سیستمونه د ۱۰۰۰ مرمیو سره پکې شامل دي چې ۱۵۵ ملي متره دي او په دقیقه توګه د هدف په نښه کولو وړتیا لري.

امریکایي چارواکو ویلي چې دا لومړی ځل دی چې اوکرایني ځواکونو ته دا ډول توپونه ورکول کیږي.

د امریکا د دفاع وزارت یو جګپوړي چاروکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبریالانو ته د اوکراین سره د نویو نظامي مرستو په هکله معلومات ورکول وویل چې د وسلو دا سیستمونه خورا دقیق دي او زیاته یې کړه چې "مونږ هیله لرو اوکراینینان ترې ګټه واخلي او خپل بریالیتوب لا اغیزمن کړي".

دې امریکایي چارواکي هیله وښوده چې په نویو وسلو سره به د اوکراین ځواکونه وکړی شي هدف په دقیقه توګه ووهي. هغه وویل، "دا وسلې اوکراین ته په دقیقه توګه د مشخص هدف ویشتلو وړتیا ورکوي. دا سیستمونه مهمات هم بچت کوي او د دقت له کبله خورا اغیزمن دي.

تر اوسه څه باندې ۱۰۰ اوکرایني سرتیرو ته ددې سیستمونو د کارونې لپاره روزنه ورکړل شوې او امریکایي چارواکو ویلي چې دا امکان هم شته چې د کیف سره په نظامي مرستو کې به نور د (HIMARS) توپونو سیستم هم وي.

XS
SM
MD
LG