د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ګوانتانامو "تل پاتی بندي" پاکستان ته ولیږداوه


متحده ایالاتو او پاکستان تائید کړې چې په کیوبا کې د ګواتنانامو د زندان څخه یو پاکستانی تبع چې د "تل پاتي بندي" په نامه پیژندل کیده او پدې زندان کې یو تر ټولو د پاخه عمر بندي و، خوشې شوی او پاکستان ته ولیږدول شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت شنبه اکټوبر ۲۹(لړم۷) په یوې اعلامیې کې د سیف الله پراچه په نامه د دې ۷۴ کلن شخص خوشې کیدل تائید کړي.

په اعلامیې کې راغلي، "خوښ یو چې یو پاکستانی تبع چې په بهر کې بندي و، بالاخره د خپلې کورنۍ سره یو ځای شو".

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان هم د ښاغلي پراچه خوشې کیدل تائید کړي. پنټاګان دا کار "مسؤلانه لیږد" ښودلی او ویلي یې دي چې نور د هغه بندي کیدل ضروري نه و.

داسې ویل کيږي چې لا هم د متحده ایالاتو پدې پټ زندان کې شاوخوا ۴۰ تنه بندیان شته او پراچه یو د هغو بندیانو څخه و چې نه یوازې عمر یې ډیر و بلکې روغتیایي حالت یې هم ښه نه و.

دغه پاکستانی تبع چې څلور ماشومان لري د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادراې اجنټانو د ۲۰۰۳ کال په نیمایي کي د بنګاک په هوایي ډګر کې ونیوه او په سمدستي توګه په افغانستان کې امریکايي زندان بګرام ته واستول شو او په ۲۰۰۴ کال کې د ګوانتانامو زندان ته ولیږدول شو.

په سیف الله پراچه دا تور و چې د القاعده شبکې لپاره یې د پیسو په راټولولو کې مرسته کوله او په متحده ایالاتو د سپټمبر د ۱۱مې ترهګریزو بریدونو د طرح کوونکي خالد شیخ محمد سره یې مرسته کړې وه.

خو پراچه خپل ځان بې ګناه باله او د ګوانتانامو د نورو بندیانو په شان هغه هیڅکله محاکمه نشو او نه هم پرې د کوم جرم تور ولګیده.

سیف الله پراچه په پاکستان کې زیږدلی او په څلور ویشت کلنۍ کې د متحده ایالاتو د نیویارک ایالت ته راغی او د همدې ایالت د ټکنالوژۍ په پوهنتون کې یې زده کړې کړي. هغه پنځلس کاله په نیویارک کې تیر کړ. د یوې پاکستانۍ میرمنې سر ه یې واده وکړ، کورنی ژوند یې پیل کړ او خپل کاروبار یې درلود.

پراچه د ګوانتانامو په زندان کې ژوند داسې بللی لکه " پخپل قبر کې چې سړی ژوندی وي."

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن تیر کال د پراچه، د عبدالرباني په نامه یو ۵۴ کلن بل پاکستاني او د یمن تبع ۴۰ کلن عبدالرحیم عثمان خوشې کیدل منظور کړ خو تر اوسه د دې دوو نورو بندیانو د سرنوشت په هکله څه ندي ویل شوي.

د بشري حقونو ډلې د ښاغلي بایډن څخه غواړي چې د ګوانتانامو په زندان کې پاتې بندیان که د القاعده شبکې سره د تړاو شک پرې وي، محاکمه دې شي او دا زندان دې وتړل شي.

پنټاګان ویلي چې لا هم د ګوانتانامو په زندان کې ۳۵ بندیان شته او شل یې داسې دي چې دریم ګړي هیواد ته د لیږد لپاره په شرایطو برابر دي.

د سیف الله پراچه تر ټولو مشر زوی عزیر پراچه چې په متحده ایالاتو کې د دایمي اوسیدو اسناد (ګرین کارت) لري، هم د القاعده شبکې سره د همکارۍ په تور ونیول شو او په ۲۰۰۵ کال کې پرې دیرش کاله قید وخوت.

خو د متحده ایالاتو د څارنوالو سره د یوې معاملې له مخې په ۲۰۲۰ کال کې پدې شرط خوشې شو او پاکستان ته واستول شو چې په متحده ایالاتو کې د دایمي اوسیدو لپاره د خپل سند (ګرین کارت ) څخه به تیریږي.

XS
SM
MD
LG