د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ مهاجرتي فرمان؛ "امریکا باید امن او خوندي ووسي"


منتقدین او مخالفین مسافرتي محدودیتونه د مسلمانو پر ضد تبعیض ګڼي
منتقدین او مخالفین مسافرتي محدودیتونه د مسلمانو پر ضد تبعیض ګڼي

د امریکا سترې محکمې د پنځو اکثریت مسلمانو هېوادونو د اتباعو پر راتګ د محدودیتونو د لګولو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تګلاره تائیده کړه.

قاضي القضات جان رابرټس او د هغه څلورو محافظه کاره همکارانو د سې شنبې په ورځ [جون ۲۶] د فرمان د تائید پر وخت وویل چې ولسمشر ددې واک لري چې د امریکا ملي امنیت ته په پام د بهرنیو هېوادونو د اتباعو پر راتګ محدودیتونه ولګوي.

د ولسمشر ټرمپ د فرمان د بشپړ پلي کېدا لپاره د محکمې تازه فیصلې هغه قانوني جنجال چې د شپاړلسو میاشتو راپدې خوا روان و، رسماً پای ته ورساوه.

د قاضیانو ددغه حکم پر ضد خلکو پرون د سترې محکمې د ودانۍ پر وړاندې لاریون وکړ.

لاریون کوونکو په یوه غږ د ایران، لېبیا، سومالیا، سوریې او یمن د هېوادونو پر اتباعو د مسافرتي محدودیتونو د طرحې د تائید په خاطر د سترې محکمې فیصله وغندله.

خو ولسمشر ټرمپ د کانګرس له غړو سره په سپنې مانۍ کې د کتنې پر مهال له قضائیه قوې څخه مننه وکړه.

هغه وویل چې هېواد یې باید امن او خوندي ووسي: "موږ باید امریکا ته د راتلونکو خلکو ارزونه یقیني کړو."

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې اقتدار ته په رسېدو، سملاسي د یوه اجرائیوي فرمان په ترڅ کې د ځېنو هېوادونو د اتباعو پر راتګ محدودیتونه ولګول.

منتقدین او مخالفین مسافرتي محدودیتونه د مسلمانو پر ضد تبعیض ګڼي.

د امریکا د اسلامي اړیکو د شورا اجرائیوي مشر، نهاد اواد یوې خبرې غونډې ته ویلي چې مسلمانان به د امریکا له ولس سره په ګډه ددغې د ستونزې پر اوارولو کار وکړي. هغه زیاته کړې چې "ولس د سیاسي ذکاوت، سیاسي تدبیر، او بدلون لپاره د ارادې له لارې وروستۍ خبره کوي."

د ټرمپ مهاجرتي فرمان؛ "امریکا باید امن او خوندي ووسي"
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:37 0:00

XS
SM
MD
LG