د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ پرون د دوشنبې په ورځ د جرمني د لومړي وزیر د مرستیال او د مالیې د وزیر، لارس کلینګبیل سره لیدلي دي.
په هغه بیانیه کې چې د امریکا د مالیې د وزارت له خوا خپره شوې ده، راغلي چې ښاغلي بیسنټ په دې لیدو کاتوکې د اروپايي اتحاد سره د امریکا د تاریخي تجارتي تړون یادونه کړې ده.
« د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو کې د مالیې وزیر بیسنټ د اروپايي اتحاد سره د ولسمشر ټرمپ تاریخي تجارتي تړون ته اشاره وکړه. بیسنټ دغه راز د جرمني د مالیې د وزیر څخه مننه وکړه چې د نړیوالو مالیاتو په مسایلو کې یې هلې ځلې کړي دي.»
په بیانیه کې راغلي دي چې ښاغلي بیسنټ ددغو لیدو په کاته پرمهال د اوکراین پر مسلې هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په « اوکراین کې سوله د ولسمشر ټرمپ د ادارې دپاره اوس هم یو مهم لومړیتوب دی.»
ښاغلي بیسنټ د جرمني د مالیې د وزیر څخه وغوښتل چې د امریکا او جرمني ترمنځ قوي امنیتي همکاریوو ته دې ادامه ورکړي.
فورم \ دبحث خونه