د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوبي کوریا کې د امریکایي او چینایي چارواکو خبرې

د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ او د چین مرستیال صدراعظم هې لیفینګ د چهارشنبې په ورځ په جنوبي کوریا کې درې ساعته خبرې وکړې، څو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ ترمنځ د راتلونکې سرمشریزې لپاره زمینه برابره کړي.

ټاکل شوې چې ټرمپ او شي جین‌پینګ د پنجشنبې او جمعې په ورځو په بېجینګ کې سره وګوري. تمه ده چې د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو مشران به د سوداګرۍ، تعرفو، انرژۍ، نادره معدني موادو، مصنوعي ځیرکتیا، کمپیوټري چپس او د ایران په اړه خبرې وکړي.

بېسنټ او هې لیفینګ، چې د سیول ښار ته نږدې د اینچیون نړیوال هوايي ډګر په ځانګړي مېلمستون کې سره ولیدل، تمه کېده چې دوي د اقتصادي او سوداګریزو مسایلو په اړه ژورې او تخنیکي خبرې وکړي، خو امریکايي او چینايي چارواکو تر اوسه د دغو خبرو جزیات نه دي خپاره کړي.

تر دې مخکې، د جنوبي کوریا ولسمشر لي جې میونګ له دواړو چارواکو سره جلا جلا لیدنې کړې وې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ویلي، لي جې میونګ د چین له مرستیال صدراعظم سره په لیدنه کې ویلي چې د امریکا او چین ترمنځ باثباته اړیکې نه یوازې د جنوبي کوریا، بلکې د ټولې نړۍ په ګټه دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاندې کانګ یو جونګ په وینا، د جنوبي کوریا ولسمشر او د امریکا د مالیې وزیر د اکمالاتي ځنځیرونو او مهمو معدني موادو په اړه هم خبرې کړې دي.

د چین د سوداګرۍ مرستیال وزیر لي چینګ‌ګانګ او د مالیې مرستیال وزیر لیاو مین هم د هې لیفینګ ملتیا کوله.

امریکايي چارواکي وایي، تمه ده چې د بېجینګ د سرمشریزې پر مهال دواړه هېوادونه د سوداګرۍ او پانګونې د چټکتیا لپاره د ځانګړو همکاریو د چوکاټ پر جوړېدو هوکړه وکړي.

همداراز، تمه کېږي چې چین د بوینګ الوتکو، امریکايي کرهنیزو محصولاتو او انرژۍ د پېرلو اعلان هم وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG