د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د مالیې وزیر: د هرمز تنګي په اړه هوکړه نږدې شوې

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ وايي د هرمز تنګي د کړکېچ د هواري لپاره د پرمختګ امکان شته او کېدای شي ډېر ژر داسې یوه هوکړه وشي چې دغه سمندري لاره بېرته پرانیزي.

بېسنټ دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ (اګست ۴) د امریکا له سي این بي سي تلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې په داسې حال کې وکړې چې په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو باندې د یو نوي برید راپور هم ورکړل شوی دی.

بېسنټ وویل: "موږ له ایرانیانو سره په خبرو بوخت یو. امکان شته چې نن یا سبا یوې هوکړې ته ورسېږو چې له مخې یې تنګی پرانیستل شي او دا شخړه عادي حالت ته د تګ پر لور حرکت وکړي."

قطر چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو منځګړیتوب کوي، هم تائید کړې ده چې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د دواړو خواوو ترمنځ د یوې ډیپلوماتیکې حل لارې د موندلو په موخه روانې هلې ځلې پرمختللو پړاوونو ته رسېدلې دي.

په عین وخت کې، د بریتانیا د سمندري امنیت ادارې په یوې سوداګریزې بېړۍ باندې د برید کېدو خبر ورکړی دی.

د دغې ادارې په وینا، دا برید دوشنبې ناوخته د عمان ساحل ته نږدې هغه مهال وشو چې یو توغندی پر یوې باروړونکې بېړۍ ولګېد.

بېسنټ وویل، تمه لري چې دا احتمالي هوکړه به د هرمز له تنګي څخه د ازاد تګ راتګ زمینه برابره کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د نړۍ د انرژۍ شاوخوا پنځمه برخه له دې مهم سمندري مسیر څخه تیریږي، او د امریکا دریځ دا دی چې په نړیوالو اوبو کې پر تېرېدونکو بېړیو باید هېڅ ډول محصول ونه لګول شي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ایران به له بېړیو محصول واخلي، وویل: "موخه به د تګ راتګ ازادي وي. که څه هم په تېرو څو ورځو کې وضعیت لا هم یو څه ناڅرګند دی، خو وینو چې اوس هم ګڼې بېړۍ له سیمې تیریږي."

بېسنټ وړاندوینه وکړه چې د تنګي په بېرته پرانیستل کېدو سره به د انرژۍ بیې راټیټې او باثباته شي، او هم به د هغو سمندري کارکوونکو ستونزې کمې شي چې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د ګډوډۍ له امله بند پاتې دي.

هغه وویل: "کله چې تنګی بېرته پرانیستل شي، هلته سلګونه او ښايي تر زرو پورې بېړۍ ولاړې دي او د وتلو انتظار کوي. موضوع یوازې د انرژۍ نه ده؛ سرې، تصفیه شوي نفتي محصولات او بېلابېل صنعتي ګازونه هم پکې شامل دي. موږ ښايي د بازار د پام وړ ارامي ووینو ځکه چې بیې به راټیټې شي."

په همدې حال کې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري تائید کړې ده چې د شخړې د ډیپلوماتیک حل لپاره هڅې لا هم روانې دي. هغه وویل چې د قطر، پاکستان او عمان له خوا د منځګړیتوب هڅې "پرمختللو پړاوونو" ته رسېدلي دي.

الانصاري خبریالانو ته وویل: "تر اوسه کومه هوکړه نه ده شوې، لکه څنګه چې مو مخکې ویلي وو، او کېدای شي وضعیت په راتلونکو ساعتونو یا ورځو کې بدلون ومومي. موږ نه پوهېږو... لومړیتوب دا دی چې اوربند ته بېرته ستانه شو، ډاډ ترلاسه شي چې پر بېړیو بریدونه نه کېږي او د هرمز په تنګي کې د تګ راتګ ازادي خوندي پاتې کېږي."

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې منځګړي هېوادونه هڅه کوي په سیمه کې د یوې سترې شخړې او لا زیات تاوتریخوالي مخه ونیسي.

هغه وویل: "موږ له خپلو سیمه اییزو شریکانو او د شخړې له اړخونو سره ډېر نږدې کار کوو څو یوه ډیپلوماتیکه حللاره ومومو، که لنډمهاله وي او که منځمهاله، چې وکولای شي د هر ډول لویې کړکېچنې پراختیا مخه ونیسي. "

ایران د دوشنبې په ورځ تائید کړې وه چې د هرمز تنګي د مدیریت او وضعیت په اړه له عمان سره په خبرو بوخت دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG