د مالیې وزارت امریکا غږ ته: وزیر بیسیټ د ایران پر ضد د اقتصادي انزوا عملیاتو عملي کولو ته ژمن دی

د متحده ایالاتو د مالیې وزارت وایي چې د وزیر سکاټ بیسنټ پر ضد ایراني ګواښونه مهم ندی او دا چې د هغه هیواد پر ضد به د اقتصادي انزوا عملیات دوام ولري.

د مالیې وزارت دا څرګندونې وروسته تر هغه وکړلې چې په مطبوعاتو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د ایراني ګواښونو د اندیښنو له کبله، ښاغلي بیسنټ خپل د اوسیدو ځای بدل کړی او یوې نظامي اډې ته لیږدول شوی.

د مالیې وزارت د دې اندیښنو په غبرګون کې د امریکا غږ یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي چې وزیر سکاټ بیسنټ د ایران پر ضد د اقتصادي انزوا عملیاتو پر مخ وړلو ته ژمن دی چې په وینا یې دا عملیات د ایران اقتصاد له پښو غورځوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دریو سرچینو په حواله چې نومونه په راپور کې ندي اخیستل شوي، د سه شنبې په ورځ یې لیکلي و چې د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ په واشنګټن ډي سي کې د خپل کور څخه یوې نظامي اډې وروسته تر هغه ولیږدول شو چې د هغه پر ضد د ایراني ګواښونو ادعا وشوه.

د نیویارک ټایمز په راپور کې ویل شوي و چې د امریکایي چارواکو په خلاف د ایران ګواښونه یو نوي پړاو ته رسیدلي دي.

دا راپورونه داسې مهال خپریږي چې د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۰ مه درې ایراني اجنټان پدې تورن کړل چې په متحده ایالاتو او اروپا کې یې د شلو ترهګریزو بریدونو پلان درلود.

ایراني چارواکو تر اوسه د سکاټ بیسنټ په خلاف د ایراني ګواښونو په اړه تبصره نده کړې.

​
XS
SM
MD
LG