د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغانستان کې د زرګونو پوځیانو پر ساتلو غور کوي


سپینه ماڼۍ وايي په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور له نړیوال تروریزم سره د مبارزې لپاره او د امریکا د ملي ګټو د ساتلو لپاره دی.
سپینه ماڼۍ وايي په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور له نړیوال تروریزم سره د مبارزې لپاره او د امریکا د ملي ګټو د ساتلو لپاره دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنیست په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل ولسمشر باراک اوباما په دې غور کوي چې له ۲۰۱۶ کال وروسته په افغانستان کې زرګونه امریکايي سرتېري پریږدي کنه.

دی وايي ولسمشر په دې فکر کوي چې افغانستان کې د ډېر وخت لپاره د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل د امریکا د ملي ګټو په ساتلو کې څومره مهم دي او دا چې په خپله افغانستان ته به د امریکا پوځي موجودیت څومره ګټور وي.

ښاغلي ارنست څرګنده نکړه چې دغه پریکړه به څه وخت وشي خو ویې ویل "ولسمشر اوباما په افغانستان کې روانو حالاتو او هلته د پوځي قومندانانو سلا مشورو ته په کتو به دا پرېکړه کوي".

د سپینې ماڼۍ ویاند وویل چې امریکا د ترهګرو سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې پوځي حضور لري او د ولسمشر اوباما د تګلارې مهمي ټکي هم همدا دي چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځالې بدل نشي او له دغه ځای نه پر امریکا او نړۍ باندې د بریدونو پلانونه جوړ نشي.

وړاندې امریکايي چارواکو ویلي وو چې د ۲۰۱۶ کال ورسته به یوازې ۱۰۰۰ سرتیري په کابل کې د خپل سفارت د ساتلو لپاره پریږدي.

په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال په پاي کې د بهرنیو ځواکونو پوځي ماموریت خلاص شو، خو لا هم یو شمېر امریکايي او د ناټو د غړو هېوادونو سرتېري د افغان پوځ د روزلو او هغوی ته د سلا مشورو ورکولو لپاره پاتې دي.

د کندز بمباري

د سپینې ماڼۍ ویاند په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون برید او د خلکو وژل کیدل یوه لویه غمیزه وبلله، خو ویې ویل چې په خپله ولسمشر اوباما د دغې پېښې په اړه د پلټنو امر کړی دی.

هغه وویل "د دغې پېښې په اړه درې پلټنې کیږي. لومړی د امریکا دفاع وزارت رسمي پلټني دي چې برید جنرال رچ کیم یې مشر دی. ناټو هم خپلې پلټنې کوي او درېیمه پلټنه ګډه پلټنه ده چې امریکايي پوځ يې له افغان ځواکونو سره کوي".

نوموړي وویل د دغو پلټنو هدف دا دی چې د پېښې د ټولو اړخونو جزییات ترلاسه شي او ولسمشر په خپله ویلي چې پلټنه به شفافه وي.

په کندز د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون باندې برید کې ۲۲ تنه ووژل شول چې ۱۲ یې د بې سرحده ډاکټرانو د ټولنې غړي او کارکوونکي وو.

طالبانو تېره اوونۍ پر کندز برید وکړ، ښار یې ونیوه او افغان حکومت ته یې لوی سرخوږ جو کړ.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG