د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سرتیري په منځني ختیځ کې چیرته او د څه لپاره دیره دي؟


د امریکا پوځ تیره ورځ په عراق او سوریې کې د ایراني ځواکونو او هغو ملیشو مرکزونه وروسته تر هغه بمبارد کړل چې د تیرې جنوري میاشتې په ۲۸ مې په اردن کې په امریکایي ځواکونو برید وشو، درې سرتیري پکې ووژل شول او تر ۴۰ ډیر ټپي شول.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې دا یې د ځواب ویلو پیل دی او ښایي نور اقدامات هم وکړي.

د منځني ختیځ په ګڼ شمیر هیوادونو کې د څو لسیزو راهیسې د امریکا پوځ اډې لري او په هر هیواد کې د بیلا بیلو اهدافو لپاره پراته دي.

په ۲۰۱۱ کال کې تر ۱۰۰ زرو ډیر امریکایي سرتیري په افغانستان او څه باندې ۱۶۰ زره یې په ۲۰۰۷ کال کې په عراق کې پراته و چې د "ترهګرۍ" ضد مبارزه وکړي.

سره لدې چې ټول امریکایي او بهرني سرتیري په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان څخه ووتل، خو لا هم شاوخوا ۳۰ زره سرتیري پدې سیمې کې پراته دي.

د تیر کال اکټوبر میاشتې اوومې نیټې وروسته چې د حماس – اسرائیل جګړه پیل شوې متحده ایالاتو زرګونه اضافي سرتیري د جنګي کښتیو سره یو ځای په موقتي توګه سیمې ته استولي دي.

په اوس وخت کې په سیمې کې د متحده ایالاتو تر ټولو ستره پوځي اډه د العدید هوایي اډه ده چې په قطر کې ده او په ۱۹۹۶ کال کې جوړه شوې. پدې کمپ کې تر ۱۰ زرو پورې امریکایي سرتیري ځایدلی شي.

د قطر او متحده ایالاتو چارواکو په یو تړون کې چې جزیات یې پټ ساتل شوي تازه یې موافقه کړې چې تر لسو نورو کالونو پورې به امریکایي ځواکونه پدې کمپ کې پاتې وي.

د قطر تر څنګ بحرین، کویټ، سعودي عربستان او عربي متحده امارات هغه هیوادونه دي چې امریکایي ځواکونه پکې دیره دي خو په یوه کې یې هم په جګړې کې برخه نه اخلي.

د امریکا نږدې ۹۰۰ سرتیري په سوریه کې هم پراته دي چې د سیمه ایزو ځواکونو سره یو ځای نه پریږدي چې پدې هیواد کې د اسلامي دولت یا داعش ډله بیا سر راپورته کړي.

د سوریې په ګاونډي هیواد عراق کې هم ۲۵۰۰ امریکایي سرتیري شته چې په څو اډو کې پراته دي ؛ ماموریت یې د عراق امیتي ځواکونو روزنه، سلا مشورې ورکوونه او د داعش په خلاف جګړې کې مرسته کول دي.

سوریه په منځني ختیځ کې یوازینی هیواد دی چې امریکایي ځواکونه پکې د اجازې اخیستو پرته دیره دي.

د قطر او عربي متحده اماراتو په شان هیوادونو کې بیا د امریکایي ځواکونو د شتون هدف دا دی چې له یوې خوا متحدینو ته د ملاتړ ډاډ ورکړل شي او له بلې خوا د روزنې په ماموریتونو کې برخه واخلي او که اړتیا یې وي په سیمې کې په عملیاتو کې برخه واخلي.

سره لدې چې یو شمیر هیوادونه خپل سرتیري متحده ایالاتو ته د روزنې او کار کولو لپاره استوي، خو هیڅ یو بهرنی هیواد په امریکا کې نظامي اډه نلري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG