د لاس رسي وړ اتصالات

د بایدن ادارې د عسکرو د اېستلو جزیات لا نه دي شریک کړي- مولټن


د امریکا د استازو د مجلس د نظامي خدمتونو د کمیټې غړی، سیټ مولټن
د امریکا د استازو د مجلس د نظامي خدمتونو د کمیټې غړی، سیټ مولټن

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو خونې د نظامي خدمتونو د کمېټې غړی ست مولټن وايي چې د ولسمشر جوبایډن ادارې له افغانستان څخه د عسکرو د اېستلو او تر هغه وروسته د افغانستان په اړه د طرحې پوره جزییات لا هغوی سره شریک کړي نه دي.

ست مولټن د امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې دا څرکندونې وکړې.

هغه وویل چې په تېرو څو اونیو کې یې د ښاغلي بایډن له ادارې څخه له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د افغان ژباړونکو او نورو متحدانو د اېستلو د دقیقې طرحې او د دغه ماموریت پای ته رسولو ته د ژمنتیا په اړه یې تفصیلات غوښتي دي.

د استازو د مجلس دې غړي وویل سره له دې چې ښاغلي بایډن تېره ورځ په خپل خبري کنفرانس کې د دغو مسائیلو په اړه پوښتنې ځواب کړې خو لا هم ډېرو تفصیلاتو ته ضرورت شته.

نوموړي زیاته کړه چې د امریکا د استازو خونې د مهاجرت د ځانګړو ویزو په بهیر کې تغیرات راوستي دي‌ او سنا یې باید تصویب کړي. سره له دې هم هغه په دې باور دی که دا بهیر هر څومره سم اصلاح هم شي، بیا به هم ډېر چټک پر مخ ولاړ نشي

ښاغلي بایډن هم د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د امریکایي ځواکونو افغان همکارانو ته د ویزې بهیر چټک شوی او زیاته ی یې کړه چې، "هغوي او کورنۍ یې د خطر سره مخ دي. بایډن همدرانګه وویل چې په سپینې ماڼۍ کې د هغو افغان ژباړونکو لپاره ځانګړې کاري ډله جوړه شوې چې غواړي د امریکا متحده ایالاتو ته مهاجرت وکړي.


د تاوتریخوالي ډیروالی

ښاغلي بایډن د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د افغانستان حکومت شاوخوا ۳ سوه زره وسله والو ځواکونه لري او پداسې حال چې د وسله والو طالبانو شمیر ښایي ۷۵ زره وي.

ښاغلی مولټن وایي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره سخته جګړه په مخکې ده او زیاته یې کړه چې " پرته لدې چې د طالبانو پر ضد جګړې کې د دوي په زړه ورتیا حساب وکړو،بل انتخابا نشته. "

خو مولټن همدارنګه وویل چې بیړني وضعیت ته باید چمتوالی ونیول شي.

XS
SM
MD
LG