د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د فلسطینۍ خبریالې د جنازې په مراسمو د اسرئیلو د پولیسو په برید خواشیني وښوده


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین وایي متحده ایالات د اسرائیلي پولیسو لخوا د فلسطینۍ خبریالې شرین ابو عاقلې د جنازې په ګډون کوونکو د برید په خاطر په "ژوره توګه" خواشینې ده.

ښاغلي بلنیکن جمعه مې ۱۳ (غوایي۲۳) په یوې اعلامیې کې ویلي، "مونږ د هغو تصویرونو په لیدو په ژروه توګه خواشیني یو چې د اسرائیل پولیس د هغې (شرین ابو عاقلې" د جنازې مراسمو ته ننوتي".
میرمن عاقله په خټه فلسطینۍ وه خو د امریکا تابعیت یې درلود او د الجزیرې تلویزیون سره یې کار کاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې هره کورنۍ دا حق لري چې خپل عزیزان پرته له کومه خنډه په درناوۍ خاورو ته وسپاري.

په اعلامیې کې د ښاغلي بلنکین له قوله ویل شوي چې د اسرائیل او فلسطین د چارواکو سره د نږدې څخه په اړیکه کې دي او د دواړو خواوو څخه یې د آرامۍ او داسې اقداماتو د مخنیوي غوښتنه کړې چې ښایي د جنجال د لا ډیریدو سبب شي.


د بهرنیو چارو د وزیر تر څنګ د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي هم د اسرائیلي پولیسو کړنې "په ښکاره توګه ځوروونکي" بللې او په پیښه یې اندیښنه ښودلې خو اسرائیل یې چې په منځني ختیځ کې د امریکا یو تر ټولو مهم متحد دی، ددې کار په خاطر ندی غندلی.


یو شمیر ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، د اسرائیل پولیس پکې ښودل کیږي چې هغه فلسطینان په ډنډو او لغتو وهي چې د وژل شوې خبریالې شرین ابو عاقلې تابوت یې په اوږو نیولی او نه پریږدي چې تابوت په ځمکه ولویږي.

د جنازې د ځینو ګډون کوونکو سره د فلسطین بیرغونه هم په لاسونو کې دي او د اسرائیل پولیس یې په زور د اخیستو کوښښ کوي.

دا فلسطینۍ خبریاله چارشنبه مې ۱۱ په قبضه شوې لویدیځې غاړې کې هغه وخت ووژل شوه چې په همدې سیمه کې یې د اسرائیل د امنیتي ځواکونو د یو چاپې په هکله د راپور ورکولو لپاره تللې وه.

د الجزیرې شبکې ادعا کړه چې دا خبریاله د اسرائیل لخوا په قصدي توګه په نښه شوې وه.

خو بل پلو بیا د اسرئیل صدراعظم نفتالي بنیت چې په لومړي سر کې یې ویلي ښایي دا خبریاله فلسطینیانو وژلي وي، وروسته یې وروسته یې خپله ادعا بدله کړله او وې ویل چې پدې هکله پلټنې کوي.

متحده ایالاتو د دې فلسطین الاصله امریکایي خبریالې د مړینې په هکله په پلټنو کې د شفافیت غوښتنه کړې.



XS
SM
MD
LG