د لاس رسي وړ اتصالات

ډانلډ ټرمپ: د خبریالانو په کلنۍ ماښامنۍ کې گډون نه کوم


ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اپریل په ٢۴ مه د محافظه کارانو یوې غونډې ته د مریلنډ په اکسن هیل کې د خبرو لپاره تللی و.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اپریل په ٢۴ مه د محافظه کارانو یوې غونډې ته د مریلنډ په اکسن هیل کې د خبرو لپاره تللی و.

په دودیز ډول ولسمشران، د سپېنې ماڼۍ د خبریالانو په ماښامنۍ کې له خپلې مېرمنی سره گډون کوي؛ پردی سر بیر ه سیاستوال، مشهور اوتلی وگړي هم په دغه ماښامنۍ کې گډون کوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايی دی به د سپېنی ماڼې د خبریالانو د ټولنی په ماښامنۍ کې برخه وانخلي.

تردې ېوه ورځ مخکې ولسمشر ټرمپ په ډیره تونده لهجه پر خبریالانو اورسنیو باندی نیوکه وکړله ،ځکه هغه په دې باور دی چې هغوی قصدا د ده د ادارې په اړه جعلي خبرونه خپروي.

ولسمشر ټرمپ دغه خبرې په هغه ستره غونډه کې وکړلې چې دامریکا محافظه کاران پکې راټول شوي وو. یو څو ساعته وروسته دهغه د سپینی مآڼۍ مامورینو یوشمیر منل شوې خبري ادارې، له هغه نوملړ نه واېستلې چې سپینه ماڼۍ ېې په دودیز ډول دمهمو خبرونو لپاره خبري غونډې ته ور غواړي.

په دې کې د سي ان ان، نیویارک ټاېمز، پولیټېکو، لاس انجلس ټاېمز او بز فیډ، په نامه خبری رسنۍ شاملی دي. که څه هم د سپینې ماڼۍ دخبریالانو ټولنې د ولسمشر ټرمپ د ټویټ په اړه سمدلاسه کوم غبرگون نه دی ښودلی, خو په دې ېې اتتقاد وکړ چی یو شمیر رسۍ ېې ولې له لیست نه ایستلی دي.

ډانلډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د کلنۍ ماښامنۍ نه تیر شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00

ولسمشر ټرمپ د شنبی په ورځ په ټوېټر کې ولیکل: زه به د سپېنې ماڼۍ د خبریالانو د ټولنې په ماښامنۍ کې سږکال گډون ونکړم. تاسې هرېوه ته د غورهماښامنۍ ا و نیکمرغۍ هیله کوم.

هغه ددې لپاره هېڅ دلیل وړاندې نکړ چې ولې پکې گډون نکوي. ښايي هغه غواړي ځان له هغو ټوکو او طنزیه تبصرونه وساتي چې کیدی شي دې ېې هدف واوسي.

په دودیز ډول ولسمشران په دغه ماښامنۍ کې له خپلې مېرمنی سرهگډون کوي؛ پردی سر بیر ه سیاستوال، مشهور او وتلی وگړي هم په دغه ماښامنۍ کې گډون کوي.

په دې ماښامنۍ کې چې له طنز او ټوکونه ډکه وي معمولا یو مشهور ټوکمار اوطنز کوونکی د ولسمشر په اړه په مهذبه توگه طنز او ټوکې کوي. ولسمشر په خپله هم په ډیر ظرافت وینا کوي، په رسنیو او خپلو سیاسي مخالفینو پورې هم ټوکې کوي.

څرنگه چې په دې ورځو کې د رسنیو او سپېنې ماڼۍ اړیکې خړې پړې دي، نو یوشمېر رسنیو چې پخوا به ېې په دې اړه ډېرې لوکسې ماښامنۍ کولې، هغه فسخ کړلې. په دې کې د بلومبرگ نیوز، وانېټي فیر او د نیویارکر مجلې شاملی دي.

د سږکال ماښامنۍ تقریبا دوه میاشتی لېرې ده. تیرکال د پخواني ولسمشر براک اوباما په وخت کېداپریل په دیرشمه باندې شوی وه او هغه پکې گډون کړی و.

په دې څو وروستیو کلونو کې ولسمشر ټرمپ د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ټولنې WHCA په ماښامنیو کېپه منظم ډول گډون کاوه. خو په 2016 کال کې ېې د اپریل په دیرشمه په دغه راز ماښامنی کې گډون ونکړ. هغه وخت د جمهوری ریاست لپاره دانتخاباتي مبارزې وخت و او دی په جمهوري غوښتونکیو کې مخکښ کاندید و. خو د هغه غیابت ددې معنی نلرله چی د ډانلډ ټرمپ په هکلهټوکې ون‍شي.

پخواني ولسمشر د 2016 کال د سپینې ماڼۍ د خبریالانو په ماښامنۍ کېد ډانلډ ټرمپ په نه ورتگ پورې ټوکې وکړلې.

پخوانی ولسمشر براک اوباما مشهور طنز لیکونکي جیمی کېمل ته هرکلی وايي. د اپریل په ٢٨ مه د ٢٠١٢ کال د WHCA په ماښامنۍ کې.
پخوانی ولسمشر براک اوباما مشهور طنز لیکونکي جیمی کېمل ته هرکلی وايي. د اپریل په ٢٨ مه د ٢٠١٢ کال د WHCA په ماښامنۍ کې.

ه ایالاتو پخواني جمهوررئیس براک اوباما وویل: داداریانتیا خبره ده. کوټه له خبریالانو نه ډکه ده، نامتو او وتلی کسانهم شته دي، کمرې شته دي او ډنلډ ټرمپ نه راځي. ایا دا ماښامنۍ د ډانلډ لپاره ډېره فقیرانه ده. ایا هغه په خپل کور کې ډوډۍ خوري؛ او که د جرمني صدراعظمې ته توهینوونکی ټویټ کوي. څه کوي؟

په 2011 کې ولسمشر اوباما په ډانلډ ټرمپ او دهغه په مصارفوپورې ډېرې ټوکې وکړلی، ډانلډ ټرمپ هغه وخت دا دعو ه کوله چې ولسمشر اوباما په امریکا کې ندی زیږیدلی. براک او باما، ددې په ځواب کې د خپلې زوکړې تصدیق پاڼه ټولو ته څرگنده کړله.

د متحده ایالاتو پخوانی جمهوررئیس براک اوباما دهغه د ادعا په اړه وویل: هېڅوک به دومره خوشال ا ویاړمن نه وي چې دا د زیږیدلو د ځای مسله نوره پایته ورسیږي څومره چې ډانلډ دی.داځکه چې دی به ددې پرځای نورو مهمومسایلوته توجه وکړي لکه ایا په سپوږمۍ کې ښکته کېدل جعلي ول؟

رپوټ وايی چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ له رسنیو سره له ډیرې اوږدې مودې راهیسې دوستانه اړیکې نه درلودلې. خو له کوم وخت راهیسې چې هغه ولسمشر شوی دی پر رسنیو باندې ېې خپل انتقادونه زیات کړي دي. پریو شمېرمشهورو رسنیو باندې ېې د جعلی خبرونو د خپرولو تورلگولی دی او دامریکا د خلکو دښمنې ېې بولي.

XS
SM
MD
LG