د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د "آرتمیس ۲ "ماموریت فضانوردانو ته د کانګرس د فضايي ویاړ مډال ورکړ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د "آرټیمس-۲" هغو څلورو فضانوردانو ته د کانګرس د فضايي ویاړ مډال ورکړچې د اپرېل په میاشت کې فضا ته سفر کړی وو.

هغه همداراز د ټکساس ایالت په هیوسټن ښار کې د "لېنډن بي جانسن" فضايي مرکز ته د خپل سفر پر مهال په متحده ایالتونو کې د نوې فضايي اکاډمۍ د جوړېدو اعلان وکړ.

دا مډال تر ټولو لوړ ویاړ دی چې د متحده ایالتونوحکومت یې یوه فضانورد ته ورکوي.

هغه وویل: «نن موږ په ویاړ سره د آرټیمس-۲ بیسارې عملې ته د کانګرس د فضايي ویاړ مډالونه ورکوو.»

نوموړي د دغو څلورو فضانوردانو نومونه هم واخیستل - امریکایي اتباع هر یو رېډ وایزمن، ویکتور ګلوور او کریستینا کوک، او کاناډایي تبعه جېرمي هانسن.

ټرمپ د دغو څلورو فضانوردانو د " زړورتیا " ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا مډال هغو کسانو ته ورکول کېږي چې خپل ژوند یې د ملت او ټول بشریت لپاره استثنايي خدمت ته وقف کړی وي.

ټرمپ وویل: "په تاریخ کې یوازې ۳۰ نارینه و او ښځو د کانګرس د فضايي ویاړ مډال ترلاسه کړی دی او نن موږ دزړه ورو او بې باکو لست ته څلور نور نوي نومونه ورزیاتوو."

د آرټیمس-۲ عمله د اپرېل په ۱۰مه، له یوه لس ورځني فضايي سفر نه وروسته بېرته ځمکې ته راستنه شوه.

په دې سفر کې دوی د سپوږمۍ شاوخوا وګرځېدل. دوی په فضا کې د انسانانو د تر ټولو لرې واټن د سفر نوی ریکارډ هم جوړ کړ، یعنې ۴۰۶ زره او ۷۷۱ کیلومتره واټن ته ورسېدل.

دا په څه باندې ۵۰ کلونو کې د انسانانو لومړنی سفر و چې د سپوږمۍ شاوخوا ترسره شو.

ټرمپ همداراز د «متحده ایالتونو د فضايي اکاډمۍ» په نوم د یوې نوې ځانګړې ملي پوځي اکاډمۍ د جوړېدو اعلان وکړ.

هغه د متحده ایالتونو د فضايي ځواک لپاره د دې نوې اکاډمۍ په اړه وویل: «دا روښانه ده چې موږ به د مسلکي سرتېرو، انجنیرانو او ملکي عملیاتي کارکوونکو د یو بشپړ نسل د زده کړې او روزنې اړتیا ولرو.»

ټرمپ وویل چې متحده ایالتونه د «نویو ماجرایي انکشافاتو» په درشل کې دی او فضا ته یې د امریکا د پراخو او زیاتېدونکو ماموریتونو ستاینه وکړه.

هغه وویل: «په ۲۰۱۶ کال کې د متحده ایالتونو حکومت او خصوصي سکتور په ګډه یوازې ۲۲ فضایي بیړۍ مدار ته وتوغولې. تېر کال موږ نږدې ۲۰۰ توغولي او دا شمېر به په چټکۍ سره لا زیات شي.»

هغه زیاته کړه: «موږ د امریکا فضايي پروګرام له تورې دورې څخه را وایست او نوې زرینه دوره مو ورته پیل کړه او زموږ ملت به هېڅکله بیا له دې سترې جبهې څخه شاتګ ونه کړي. دې جبهې ته موږ د امریکايیانو د زړورتیا، شتمنۍ او وینې په بیه ورسېدو. موږ به یې وپلټو، موږ به یې ترلاسه کړو، او موږ به پرې بریالي شو.»

فضانورد وایزمن وویل چې دوی ویاړي چې دغه مډالونه ورته ورکړل شوي دي. هغه وویل: «موږ به دا څلور مډالونه پر ټټر وټومبو، او په ویاړ به یې لېږدوو، خو مهرباني وکړئ پوه شئ چې دا ویاړ یوازې زموږ لپاره نه دی. دا زموږ د کورنیو د هغه هوډ او زغم ویاړ دی چې له دې سیارې څخه یې بهر یوړوو، دا د ناسا د هغې ډلې ویاړ دی چې موږ یې پدې ماموریت ولېږلو؛ او دا د نړیوالې ټولنې ویاړ دی چې زموږ تر څنګ ودرېده.»

ولسمشر ټرمپ د ناسا د هوسټن له جانسن نومي فضايي مرکز څخه د نړیوال فضايي ستېشن سره هم اړیکه ونیوله.

د متحدو ایالتونو فضايي ادارې "ناسا" د جون په میاشت کې هغه څلور فضانوردان اعلان کړل چې د «آرټیمس-۳» په ماموریت کې یې بیا برخه واخیسته. دا ماموریت د سپوږمۍ سطحې ته د فضانوردانو د بېرته ستنولو د پلان بل پړاو و.

ناسا له خصوصي شرکتونو «بلو اوریجن» او «سپېس‌اېکس» سره کار کوي. دواړه شرکتونه د فضانوردانو لپاره د سپوږمۍ پر سطحې د ښکته کېدو وسیله جوړوي، او ټاکل شوې چې ازموینې یې په ۲۰۲۷ کال کې د ځمکې پر ټیټ مدار ترسره شي.

ددې ماموریت د بشپړېدو لپاره شاوخوا دوه اوونیو ته اړتیا ده.

ناسا خپل د "آرټیمس" پروګرام داسې طرحه کړی چې هغه اړین تجهیزات او سیستمونه وازمويي چې فضانوردان وکولای شي په خوندي ډول پر سپوږمۍ ښکته شي. د دې لپاره پلان دا دی چې د سپوږمۍ پر سطحې باندې د فضانوردانو ښکته کېدل ښايي د ۲۰۲۸ کال په لومړیو کې ترسره شي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG