د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ آسیا ته تر تګ مخکې محرم معلومات ترلاسه کړل


د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ [نوامبر ۳] له هغو پوځي چارواکو سره یوه محرمه غونډه درلوده چې په آرام سمندر کې دیره دي.

جمهور رئیس ټرمپ هاوایي ایالت تر رسېدو سملاسي وروسته په آرام سمندر کې د امریکايي قواوو د سوق او ادارې مرکز ته ولاړ او هلته یې له پوځیانو سره په یوه محرمه غونډه کې ولیدل.

جمهور رئیس ټرمپ سر له نن نه پنځو اسیايي هېوادونو ته خپل سفر پیل کړ. هغه به لومړی د جاپان، بیا جنوبي کوریا او ورپسې چین، ویتنام او فلیپین هېوادونو ته ځي.

تمه کیږي چې په چین کې امریکايي مقامات د شمالي کوریا ډ اټومي پروګرام او د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ پر سوداګریزو اړیکو بحث وکړي.

چینايي چارواکي باور لري چې دغه سفر به یو څه پایلې ولري، خو شننونکي دا هر څه د ټرمپ برخورد پورې مرتبط ګڼي.

ولسمشر ټرمپ به همداراز له چينايي مقاماتو نه وغواړي چې له خپل نفوذ څخه په استفادې پر شمالي کوریا فشار واچوي څو هغه هېواد له پاروونکو اقداماتو نه ډډه وکړي.

په چین کې د رنمین پوهنتون د سیاسي علومو استاد شي ینهانګ وايي "چین کولای شي ښاغلي ټرمپ ته د سوداګرۍ په برخه کې یو څه هغه امتیازات ورکړي چې د چین د اقتصادي او مالي سکتور ته زیان نه رسوي."

ینهانګ وايي چین همداراز غواړي چې ټرمپ د شمالي کوریا پرخلاف د پوځي حملې په اړه د ګواښونه کمولو ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG