د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا جمهوریت غوښتونکي سناتوران د طرحو په تصویب کې کمزوري دي


د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سخت فشار سره سره او دې ته په کتو چې جمهوریت غوښتونکي ونشو کولی د اوباما د جمهوریت ریاست په دوران کې تصویب شوې صحي بیمې (اوباما کَیر) پر ځاي خپله صحي بیمه په کانګرس کې تصویب کړي دا اونۍ په سنا کې جمهوریت غوښتونکي له یوې سترې ننګونې سره مخامخ و.

سپینه ماڼۍ د صحي بیمې د نوې طرحي د نه تصویب کېدو له امله پر جمهوریت غوښتونکو انتقاد کړی دی.

پخوا د کانګرس د بودیجې څانګې ویلي و که نوې طرحه تصویب شي، تر ۲۰۲۶ کال پورې به ۲۳ میلیونه امریکايان له صحي بیمې څخه بې برخې شي.

له بلې خوا په سنا کې د جمهوریت غوښتونکو مشر ته نږدې یو کس په منځ مهالو انتخاباتو کې له خپل سیال روي مور څخه ماتې ومنله.

روي مور تر خپلې بریا وروسته وویل چې "باور لرم چې موږ امریکا بیرته باعظمته کولی شو."

د ښاغلي مور بریا په کانګرس کې د جمهوریت غوښتونکو لپاره یو ټکان ورکونکی خبر بلل کیږي.

د جمهوریت غوښتونکو د ګوند یو سټراټیژي جوړونکی جان فیهري کانګرس کې د طرحو په تصیبولو کې جمهوریت غوښتونکي کمزوري بولي.

ښاغلی فیهري وویل: "کله چې تاسې په هرې مهمې مسلې کې لکه د اوباما کّیر په لغو کولو کې په مقننه قوې کې نه کامیابیږئ نو دا د کاندیدانو لپاره ستونزمن شي چې بیا وټاکل شي."

د اوباما د صحي بیمې په لغو کولو کې تر ناکامۍ وروسته جمهوریت غوښتونکي کوښښ کوي چې د مالیې یا ټکس پر اجنډا تمرکز وکړي.

په سنا مجلس کې د جمهوریت غوښتونکو وکیلانو رهبر، میچ مکونل وایې چې "کمساری فرصت دی څو موږ پر خپل مالیاتي کوډ اساسي فکر وکړو."

د جمهوریت غوښتونکو په بارو که د مالیاتو د اصلاح طرحه تصویب شي، د امریکا اقتصادي به وغوړیږي او خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.

په کانګرس کې د جمهوریت غوښتونکو له روانو هڅو څخه دیموکراتان خوښ نه دي. په سنا مجلس کې د دیمواکرات وکیلانو مشر چک شومر وایې چې د امریکا خلک به د ولسمشر ټرمپ د اصلاحاتو هرکلی ونه کړي.

اوس د خپلو طرحو په تصویب کې تر بل هر وخت جمهوریت غوښتونکي د خپل اتحاد ساتلو ته اړتیا لري هغه څه چې ځینې یې کسان ددغه ګوند پر وړاندې یوه ستره آزموینه بولي.

XS
SM
MD
LG