د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ د مهاجرت نوی قانون لاسلیک کړ


قانون د جمهوریت غوښتونکو سناتورانو تام کوټن او ډیویډ پرډیو لخوا پیشنهاد شوی دی.
قانون د جمهوریت غوښتونکو سناتورانو تام کوټن او ډیویډ پرډیو لخوا پیشنهاد شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه هېواد ته د مهاجرو په راتګ نوي قواعد وضع کړي دي.

د یوه نوي لاسلیک شوي قانون په اساس د هغو مهاجرو په شمیر کې به د پام وړ کموالی راشي چې لږ کاري مهارتونه او انګلیسي ژبې سره محدوده آشنايي لري.

قانون د جمهوریت غوښتونکو سناتورانو تام کوټن او ډیویډ پرډیو لخوا پیشنهاد شوی دی. ولسمشر ټرمپ دغه قانون په تیرو پنځوسو کلونو "د امریکا د مهاجرت په سیسټم کې تر ټولو مهم اصلاحات بللي دي."

دوو جمهوریت غوښتونکو سناتورانو ویلي چې د مهاجرینو د راتګ له امله د هغو امریکايي کارګرانو په عوایدو کې کموالی راغلی دی چې لوړ مهارتونه نه لري.

سناتور ډیویډ پرډیو وویل: "مونږ ټول غواړو چې د امریکايي کارګرانو ګټې خوندي وساتو او د هغو با استعداده کسانو هرکلی وکړو چې دلته په قانوني ډول راځي او د لا ښه ژوند د تیرلو لپاره کار کول غواړي."

نوی قانون هغو کسانو ته لومړیتوب ورکوي چې انګلیسي یې زده وي، د کار وړ مهارتونه ولري او په مالي لحاظ پرځان بسیا وي.

بلخوا یو شمیر دیموکراتان، ځینې جمهوري غوښتونکي او د مهاجرینو د حقونو فعالان نوی قانون له زیانونو ډک بولي.

د اربن انسټیټیوټ غړی کیم روببین وایې چې "یو زیات شمیر ټیټ مهارت لرونکي مهاجرین زمونږ د هیواد په چارو کې مهمه ونډه اخلي. هغوي زمونږ د کروندو په ښه والي کې مرسته کوي، شیان جوړوي او په کورونو کې کار کوی. زمونږ ټولو لپاره به له دې کسانو نه پرته، د هغو کارونو کول سخت وي چې مونږ یې د خپل اقتصادي ودې لپاره کوو.

سپینې ماڼې کې چارواکي وايي چې د نوي قانون لاسلیکول د خپلو انتخاباتي ژمنو د عملي کولو په لار کې د ولسمشر ټرمپ له خوا یوه هڅه ده. دا لا معلومه نه ده چې د امریکا کانګرس به د نوي قانون په اړه څه پریکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG