د لاس رسي وړ اتصالات

پر اسرائیل د ایران برید؛ ټرمپ له نتنیاهو څخه غواړي چې له ځوابي برید نه ډډه وکړي

د اسرائیل پوځ امریکا غږ ته منلې چې ایران د اسرائیل په لوري ۱۱ توغندي توغولي دي.
د اسرائیل پوځ امریکا غږ ته منلې چې ایران د اسرائیل په لوري ۱۱ توغندي توغولي دي.

پر اسرائیل د ایران د رژیم له راکټي بریدونو وروسته، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه غواړي چې د ایران بریدونو ته ځواب ورنکړي.

د ایراني رژيم له برید وروسته، ولسمشر ټرمپ د اکسیوس شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د برید له کبله مرګ ژوبله نده اوښتې او هیله مند دی چې اسرائیل له ځوابي بریده ډډه وکړي.

ولسمشر اکسیوس ته د یکشنبې په ورځ [جون اوومه] ویلي: "له ایران سره هوکړې ته ډېر نږدې یو. دا به یوه ښه هوکړه وي. نه غواړو د هغه څه له کبله چې اوس روان دي، [دغه هوکړه]، وپاشل شي."

د اسرائیل پوځ امریکا غږ ته منلې چې ایران د اسرائیل په لوري ۱۱ توغندي توغولي دي.

اسرائیلي پوځیانو ویلي چې د ټول توغندي یي په هوا کې خنثي کړي دي.

د اسرائیل روغتيايي چارواکو ويلي چې یوازې دوه تنه امنو سیمو ته د لېږدېدو پر مهال ژوبل شوي دي.

د اسرائیل پوځ زیاته کړې چې د هېواد لوي درستیز د وضعیت په ارزولو بوخت دی او د "امر د رسېدو سره سم"، به د ایران برید ته ځواب ورکړل شي.

د ایران رژيم ویلي تازه بریدونه یې پر بیروت د اسرائیل د بریدونو په ځواب کې کړي دي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر پر بیروت د اسرائیل د بریدونو په اړه د فاکس خبري شبکې ته ویلي چې "لدې ]بریده[ راضي نه یم."

تېره اونۍ، اسرائیل او لبنان د متحدو ایالتونو په منځګړتوب په پلازمېنې واشنګټن ډي سي کې د خبرو اترو څلورم پړاو ترسره کړ. د هوکړې له مخې، اسرائیل موافقه کړې وه چې د بیروت پر جنوبي سیمو به بریدونه دروي او د حزب الله ترهګره ډله به هم پر اسرائیل بریدونه بندوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG