د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې دی به د ایران د رژیم سره تر یوې هوکړې مخکې د تهران کنګل شوې شتمنۍ ازادې نه کړي.
ټرمپ د اېن بي سي خبري شبکې سره د یوې ټلویزیوني مرکې په ترڅ کې چې د یکشنبې په ورځ [جون اوومه] خپره شوه، ویلي چې هغه به تر هوکړې وروسته، د ایراني رژیم د شمتنیو مسلې ته پام وکړي. ده ویلي "دا وروسته راځي. که هغوی [ایران] ښه چلند وکړي، که ښه کار وکړي، موږ خبرې پیل کوو، هو."
تردې مخکې، د رویترز خبري اژانس د یوې باخبرې سرچینې په حواله خبر ورکړی و چې متحده ایالتونه به هڅه وکړي د ایران شتمنۍ د خليج هېوادونو ته د غرامت په توګه ورکړي چې د ایران د بریدونو له کبله زیانونه ګاللي.
سرچینې د یکشنبې په ورځ ویلي چې د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ یوې کاري ډلې ته لارښوونه کړې چې په خلیج کې ملګرو هېوادونو ته د ایران د بریدونو له کبله اوښتي زیانونه وارزوي.
د متحدو ایالتونو حکومت تراوسه پورې ددغو ارزونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.
د متحدو ایالتونو ولسمشر د ایران د غني شویو یورانیمو په اړه ویلي که هوکړه وشي نو "موږ به یوځای لاړ شو، دا به زموږ تجهیزات وي او موږ به یې وباسو او له منځه به یي یوسو."
ټرمپ خبرداری ورکړی که هوکړه نه کېږي نو متحده ایالتونه به "په سخته نظامي توګه" غني شوي یورانیم راوباسي.
لدې سره سره، ولسمشر ټرمپ د ایران په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی او ویلي چې هوکړې ته نږدې شوي او تهران "منلې چې اټومي وسلې به ونه لري."
په همدې حال کې ټرمپ ویلي چې "نه ختمېدونکې جګړې" يي نه خوښېږي. ده زیاته کړې چې د ایران د جګړې نه درې میاشتې کېږي چې ډېره برخه یې په اوربند کې تېره شوې ده.
د ایران نیمه رسمي خبري اژانس اېسنا د یکشنبې په ورځ لیکلي چې د منځګړي هېواد، پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تهران ته د خپل سفر په ترڅ یو لیک راوړی چې د هغه هېواد لوی رهبر مجتبي خامنه يي ته وسپارل شي.
متحده ایالتونه او ایران د منځکړو له لارې په خبرو اترو بوخت دي چې په پایله کې یې روانه شخړه ختمه شي او د ایران د اټومي پروګرام په اړه یوه هوکړه وشي. دواړه لوري وخت ناوخت د یو بل پر اهدافو بریدونه کوي چې ښايي هوکړې ته رسېدل له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.
فورم \ دبحث خونه