د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ وايي چې د ایران سره د سولې هوکړې د لاسلیکولو په ورځ باید پر بیروت برید نه وای شوی.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ [جون ۱۴مه] د ټروت سوشیل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې متحده ایالتونه له ایران سره داسې یوې هوکړې ته نږدې شوي چې د "لبنان په شمول به سیمې ته سوله راولي."
د اسرائیل او لبنان ترمنځ شخړې په داسې حال کې بیا راپورته شوې چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ هوکړه به نن د یکشنبې په ورځ لاسلیک شي.
د اسرائیل پوځ د یکشنبې په ورځ وویل چې د حزب الله ترهګرې ډلې لخوا د اسرائیل په شمالي سیمو کې د راکټي بریدونو په ځواب کې يي د لبنان په جنوب کې د حزب الله د قوماندي په یوه مرکز "دقیق" برید کړی دی.
د لبنان رسمي خبري آژانس خبر ورکړی چې په ضاحیه کې یو اپارتمان په نښه شوی چې په پایله کې یې دوه کسان وژل شوي او څلور تنه ټپیان شوي دي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر پدې بیان سره چې اسرائیل د ځان نه د فاع حق لري لیکلي چې "ټولې خواوې باید له خپلو دریځونو څخه په شا شي."
ټرمپ زیاته کړې: "په لبنان کې باید د اسراییل له خوا نور بریدونه ونه شي خو په ورته وخت کې د حزب الله په ګډون باید د هېڅ بل اړخ نه پر اسراییل هم نور بریدونه ونه شي."
د روانې میاشتې په ترڅ کې اسرائیل او لبنان د متحدو ایالتونو په منځګړتوب په پلازمېنې واشنګټن ډي سي کې د خبرو اترو څلورم پړاو ترسره کړ. د هوکړې له مخې، اسرائیل موافقه کړې وه چې د بیروت پر جنوبي سیمو به بریدونه دروي او د حزب الله ترهګره ډله به هم پر اسرائیل بریدونه بندوي.
د ایران ستر مرکچي او د پارلمان مشر محمد باقر قالبیباف په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې په ضاحیه کې د اسرائیل برید ښکاره کوي چې متحده ایالتونه "د خپلو ژمنو د پوره کولو اراده یا وړتیا نه لري."
فورم \ دبحث خونه