د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناوېروس خطر؛ امریکایان د عادي ژوند د بېرته پیل کولو انتظار باسي


په امریکا کې د ساري ناروغیو جګپوړي متخصص ډاکټر انټوني فوچي د یک شنبې په ورځ [اپرېل ۱۲] ویلي که په هېواد کې اقتصادي کاروبار بېرته پیل شي نو د کروناوېروس د خپرېدو "فوق العاده خطر" شته.

د امریکا ولسمشر د مې میاشتې په لومړۍ نېټه د قیوداتو پر ختمولو او عادي حالت ته د خلکو د ژوند پر بېرته ورګرځولو غور کوي.

ولسمشر ټرمپ ویلي تر هغو به کاروبار او ژوند عادی حالت ته ونه ګرځي څو چې "د هېواد پر سلامتیا ډاډه نشي".

ډاکټر فوچي هېله وښوده چې راتلونکې میاشت کې لږترلږه په "ځېنو لارو" امریکا کې کاروبار او ورځنۍ چارې عادي حالت ته وګرځي.

که اقتصادي چارې پېل هم شي نو د کروناوېروس د نویو قضیو د ثبتولو احتمال ډېر دی.

احصائیې ښيي چې تورپوستان او د لاتینې امریکا خلک په غیرمتاسب ډول په کروناوېروس اخته شوي دي.

یو ډېر شمېر خلک د مریلنډ په بالتیمور ښار کې په کروناوېروس اخته شوي دي. دغه سیمه چې مرکز واشنګټن ډي سي ته نږدې ده، اکثره اوسېدونکي یې تورپوستان دي.

یوه مطالعه ښيي چې په مریلند کې د کروناویروس تر نیمايي زیات قربانیان افریقايي الاصله امریکايان دي.

امریکا کې څه باندې نیم مېلیون انسانان په کروناوېروس اخته شوي چې لدې جملې نه څه باندې ۲۰۰۰۰ کسان مړه شوي دي. اټکل کېږي چې د اپریل د میاشتې تر پایه ۶۰۰۰۰ تنه مړه شي.

XS
SM
MD
LG