د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو راتلونکې؛ امریکا ښايي له دغه سازمانه ووځي


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو له سازمان څخه د وتلو نیت لري.

ولسمشر ټرمپ تېرکال په څو غونډو کې خپلو همکارانو ته دغه مطلب بیان کړی دی او په عامو مجلسونو کې یې هم پدې هکله کله ناکله خبرې کړې دي.

د امریکا ولسمشرانو، د کانګرس وکیلانو، دېموکراتانو او جمهوریت غوښتونکو له څه ناڅه اویا کلونو راپدې خوا د ناټو سازمان په نړۍ کې د ثبات یو مهم عنصر ګڼلی دی.

خو د ۲۰۱۶ د جمهوري ریاست په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ولسمشر ټرمپ نظریو دغه واحده اجماع ماته کړه.

ډونالډ ټرمپ په هغه وخت کې ناټو یو "متروک" سازمان بللی و او ویلي وو چې ځېنې غړي یې د ترهګرۍ پر ضد ډېر څه نه کوي.

له ولسمشر کېدو وروسته د ۲۰۱۸ کال د جولاي په میاشت کې د ناټو په سرمشریزه کې ډونالډ ټرمپ ناټو متروکه ونه بلله خو له خپلو اروپايي متحدینو څخه یې وغوښتل چې دفاعي بودیجې لپاره زیاتې پېسې ورکړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سه شنبې ورځې یوې مقالې ته په غبرګون کې مبصرینو ویلي چې د دفاع د پخواني وزیر جیم ماتیس استعفا د ناټو د راتلونکې په هکله اندېښنې زیاتې کړي دي.

د اتلانتیک شورا غړی مارک سیامکوفسکي وایې چې جیم ماتیس "د ناټو له اتحاد څخه د وتلو په خاطر د ولسمشر ټرمپ د امیدونو او علاقې مخه نېولې وه."

سیامکوفسکيزیاتوي چې له دندې څخه د ماتیس لېرې کول به "د ولسمشر او په اداره کې د نورو کسانو لپاره چې د ناټو پر ارزښت نه پوهېږي، د نه باور وړ یو فرصت برابر کړی چې د وتلو بهیر ته زور ورکړي."

ځېنې باور لري چې کانګرس باید د امریکا ملي امنیت او د نړۍ د ثبات لپاره د ناټو د ارزښت په خاطر، په یوې سمبولیکې راګیرۍ کې ولسمشر ټرمپ ته څرګند پیغام واستوي.

سیامکوفسکي قوي باور لري که امریکا له ناټو څخه ووتله نو لویه ګټه به یې د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین ته ورسېږي.

د ناټو راتلونکې؛ امریکا ښايي له دغه سازمانه ووځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

XS
SM
MD
LG