د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کوانتم ټکنالوژۍ په برخې کې د امریکا د نوښتونو د چټکتیا او د ملي امنیت د پیاوړتیا لپاره یو نوی اجرائیوي فرمان لاسلیک کړی دی.
سپینې ماڼۍ ویلي، د دغه فرمان له مخې به د ساینس او ټکنالوژۍ لپاره د ولسمشر مرستیال له نورو دولتي ادارو سره په همغږۍ د امریکا پر ملي ستراتیژۍ بیاکتنه وکړي، څو د کوانتم ټکنالوژۍ اړوند څېړنې او له خصوصي سکټور سره همکاري نوره هم پراخه شي.
د ولسمشر ټرمپ اداره وايي چې یو شمېر سیال هېوادونه هم د کوانټم ټکنالوژۍ په برخه کې په چټکۍ سره پانګونه کوي، او واشنګټن غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې امریکا به په دې نوې ټکنالوژسمبال سیاله نړۍ کې خپل مخکښ رول وساتي.
د امریکا حکومت وايي چې د انرژۍ، سوداګرۍ او دفاع وزارتونه، استخباراتي ادارې، د څېړنې مرکزونه او خصوصي شرکتونه به په ګډه د دې پروژې پر عملي کېدو کار وکړي.
سپینې ماڼۍ وايي چې کوانټم ټکنالوژي کولای شي د درملو په جوړولو، کرنه، انرژۍ، صنعتي تولید او ګڼو نورو برخو کې بنسټیز بدلونونه راولي.
چارواکي باور لري چې دغه پرمختګونه به اقتصادي وده چټکه کړي، نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي او د امریکا ملي امنیت نور هم پیاوړی کړي.
په فرمان کې همدارنګه غوښتنه شوې چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د کوانټم سنسرونو او مخابراتي شبکو د کارولو لپاره عملي پلانونه جوړ شي. د امریکا فضايي ادارې ناسا ته هم په دې برخه کې ځانګړې دنده سپارل شوې ده.
د فرمان یوه مهمه برخه د داسې پرمختللي کمپیوټر د جوړولو ملي هڅه ده چې وکولای شي د کوانتم ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې نوې موندنې ګړندۍ کړي او د سوداګریزو کارونو لپاره د کوانتم وړتیاوو د پراختیا زمینه برابره کړي.
د سپینې ماڼۍ په وینا، د کوانتم ټکنالوژۍ د پرمختګ لپاره به د مسلکي کاري ځواک پر روزنې هم ځانګړی تمرکز وشي. د همدې هدف لپاره به نوي روزنیز پروګرامونه، مسلکي سندونه او د کوانټم کاري ځواک د پراختیا ملي مرکزونه رامنځته شي.
فورم \ دبحث خونه