د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: ترکیه او یونان دې ژر تر ژره مذاکره وکړي


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، نن د سپتمبر په ۲۹ (تلې اتمه) له یونان او ترکیې څخه وغوښتل چې د خپلو سمندرۍ پولو د شخړې پر سر مذاکرات ژر تر ژره پیل کړي.

ترکیې او یونان موافقه کړې چې د مدیترانې بحیرې په ختیځ کې د اوبو د زیرمو د ملکیت د ادعاو په هکله مذاکرات بیا پیل کړي، خو د مذاکراتو لپاره یې نیټه نده اعلان کړې.

د یونان او ترکیې ترمنځ دغه موافقه د څو اونیو کړکیچ وروسته شوې ده.

ښاغلی پمپیو چې چې په یو دوه ورځني سفر یونان ته تللی دی د هغه هیواد د صدراعظم کیریاکوس میتسوتاکیس، سره له کتنې وروسته وویل: «هیله من یم چې دغه مذاکرات په جدي توکه دوام وکړي.»

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې امریکا د انرژۍ د لارو او امالاتو د متنوع کولو لپاره د یونان د هڅو ملاتړ کوي او د امریکا-یونان په امنیتي همکارۍ باور لري.

د ناټو ددغو دوو غړو (یونان او ترکیې) ترمنځ کړکیچ تیره میاشت وروسته له هغې زور واخیست چې انقرې خپله یو اکتشافي بیړۍ د دواړو هیوادونو ترمنځ لانجمنو اوبو ته واستوله چې د مدیترانې بحیرې په ختیځ کې د انرژۍ منابع په نښه کړي.

په ۲۰۱۶ کال کې ددغو دوو هیوادونو ترمنځ مذاکرات وروسته له هغې ودریدل چې د ۱۴ کلونو په ترڅ کې مذاکراتو ډیره لږه پرمختیا کړې وه.

فرانسې، یونان او قبرس پر ترکیې باندې د بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG